ولس ویښ سوی دی

ولس ویښ سوی دی



د افغانستان لویه غمیزه دومره اوږده سوه، چې د خلکو ترمنځ یې د بې باورۍ فضا‌ء را منځ ته کړې وه. د ټولو په خوله یوازې همدا خبره وه، چې مونږ یوالی نه لرو. واقعیت هم داسې و، یو مایوسه حالت را منځ ته سوی و. وطن د نا اهلو رهبرانو او مسوولینو په لاس کې و او ملت مو په خواږه خوب ویده وه.

په دې وروستیو څلورو لسیزو کې افغانانو تر ټولو لویه قرباني ورکړه، چې د نورو قومونو په تناسب د پښتنو ونډه په کې ډېره وه. یوازې په افغانستان کې نه؛ د ډېورنډ پولې ها غاړې هم د پښتنو د وژلو او محرومولو لوبه وسوه. دې لوبې ملت داسې وځاپه او له جکړې یې دومره بې زاره کړ، چې اوس ټول د سولې او امن چغې وهي. همدا اړیتا لیدل کېده، چې یو بل ته ګوته په ماشه وروڼه ټول په دې نظر سي، چې امن او سوله د دې خاورې یو ضرورت دی.

خو د ولس پوهاوی امیدونه له ځان سره راوړي او د دوی دا نظر، چې جګړه زمونږ نه ده پردۍ ده او نور خپل ورور ته د شک په سترګه نه ګورو، د روښانه راتلونکي زېری لري. دې جګړې مو وطن له کونډو، یتیمانو او ګوډیانو ډک کړ او دوی پالنه هم لوی کار دی غواړي. بیا د پولې پر دې او ها غاړې داسې اور بل سو، چې نه مسجدونه په امن کې وو او نه د افغانانو د جرګو دېرې. بازارنونه نا امنه وو او په لویو او کوچنیو ښارونو کې داسې لويې چاودنې وسوې، چې یوازې د دې مظلوم ولس د وژنې مفهوم یې درلود او نور په کې هېڅ هدف نه و.

دې خطر ناک حالت ملت اوس په دې پوه کړی دی، چې جګړه د حل لار نه ده. یوالی او مقدسه سوله کولی سي، چې مونږ خپلو رښتینو ارمانونو ته ورسوي. په تېره میاشت کې د پولې ها غاړې ته پښتون ملت خپل داسې مدني او ولسي اواز پورته کړ، چې د وحشت پای ته رسولو پیغام یې درلود. همدا یې شعار و، چې مونږ ولې وژل کیږو او مونږ سوله غواړو. د دې حرکت ځانګړنه دا وه، چې د سیاسي معامله کوونکو ونډه کمه وه او دا اواز یو ولسي سپېڅلی اواز و.

که د دوی د حق دغه اواز ته فکر وکړو، د رښتینې مبارزې رنګ په کې و او امیدونه یې لرل. په وروستۍ اونۍ کې بیا د غزني څخه هم یوه لویه حماسه ولیدل سوه. دوی هم پر ځان د ظلم او تیري توان نه درلود. دې حماسې هم رنګ راوړ، تر ولسمشره پورې یې خپل درد ورساوه. ولسمشر هم په ډېر درناوي د دوی اواز واورېده او په ټیلفون کې یې په ډېر عاجزانه انداز ولس ته په درنښت وکتل. هغوی یې د خپل استازي د لېږلو سره سره خپل حضور ته دعوت هم کړل.

دې ته ورته د سولې او یوالي خبره اوس د هر افغان په خوله کې ده. په دې وروستیو کې مې د ډېرو علماو او قومي مشرانو سره د دولت په ادرس نه، بلکې د یو افغان په حیث بحث کړی دی. ډېریو یې دا خبره منلې ده، چې جګړه زمونږ د وطن په ګټه نه، بلکې په زیان ده او په سوله کې خپل روښانه راتلونکی لیدلی سو. خو په نظام کې یې د بې عدالتۍ خبره ضرور کړې ده. په تېرو کالونو کې د دغې بې عدالتۍ منونکی یم؛ خو اوس مې ولس ته د ولسمشر د سپېڅلې ارادې یادونه کړې ده او یو لړ اصلاحات مې هم ورته په ګوته کړي دي. د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي او د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په حکومت کې مې یوازې د دوه ادارو په اړه د پخوا په توپیر داسې تشریح کړې ده، چې د څارنوالۍ او محاکمو څخه په تېر کې د فساد بوی راتله. په دې دوه ادارو کې د عدالت په نوم څه نه تر سترګو کېدل. د پخوا په پر تله په محاکومو او څارنوالۍ کې ژور او اصلاحي تغیرات راغلي دي.

په تېر کې یوه بله بده پدیده د ځمکو مافیا وه، چې فساد ته یې زمینه برابره کړې وه. زه ولس ته یوازې د دوه ولایتونو مثال راوړم او په مسوولیت سره وایم. اوس په نیمروز کې د یو مامور په صفت کار کوم. په دې دواړه ولایتونو کې په محاکمو او څارنوالۍ کې ژور تغیر راغلی دی او د دې ترڅنګ په هلمند کې مو د ځمکو د غصب لړۍ صفر او حتی په زرګونه جرېبه ځمکه مو له غاصبینو خلاصه کړې ده. دا نه چې زه د دولت مامور یم او دا وایم، چې بیخي هر څه اصلاح سوي دي، خو د اصلاحاتو اراده محسوسیږي. که دا اراده پیاوړې سي، مونږ به په ډېرو برخو کې د اصلاحاتو شاهدان اوسو.

زه دا خبرې په مسوولیت او له هر افغان سره پر دې مسایلو منطقي بحث کوم. په احساساتو خبرې نه کوم، بلکې په زغم او اسنادو غږیږو. که د شخصي ګټو او واک مسئله مطرح نه وي، رښتیني افغانان دې منطقي قضاوت وکړي، په دې واقعیتونو سترګې نه پټیږي. زه زیات بحث کول نه غواړم، اصلا ما خبره د ولس ويښونې کوله. زه چې کله له ولس سره مخامخېږم، ټول په یوه خوله ښه حکومتولي او سوله غواړي، چې واقعیت سي، همدغه دوه ټکي چې سوله او ښه حکومتولي ده، مونږ ژغورلی سي.

د ډېرو قومي مشرانو مو اوریدلي دي، چې په اولادونو باید تعلیم وکړو، ټاکنو ته باید ارزښت ورکړو. نر او ښځه باید د رایو مرکزونو ته لاړ سو او خپله برخیلیک ټاکونکې رایه وکاروو. زما په یاد دي، چې په تېرو کالونو کې خلک د رایې په ارزښت نه پوهېدل او د ټاکنو په ورځ به یې په کورونو کې چای څښه او ټاکنې به یې بې ځایه کار ګاڼه. خو اوس زه یوه ورځ د ډېرو داسې مشرانو سره مخ سوم، چې د ولسوالیو په استازیتوب یې خبرې کولې. یو ډېر ولسي او دروند قومي مشر چې بې تعلیمه هم و، ټولو سپین ږیرو ته دا پېغور ورکړ، چې دا غیرت نه دی، چې مونږ خپله خور، مور، لور او مېرمن د ټاکنو په ورځ په کور کې کېنوو. بلکې غیرت دا دی، چې مونږ خپله نارینه او ښځینه خپله رایه وکاروو.
 
ما هېڅ داسې فکر نه کاوه، چې د لرې او پرتو سیمو محروم خلک د رایې په ارزښت پوهېدلي دي. د تعلیم په برخه کې هم په هلمند کې د یو سپین ږیري کاکا کیسه کوم، چې په خپله خټګر دی، خو په درېیو زامنو باندې تعلیم کوي، چې دوه یې په پوهنتون او بل یې په دوولسم ټولګي کې دی. همدې کاکا راته و ویل، چې یو زوی مې سږ کال د پوهنتون څخه فارغیږي، ته د ماسټرۍ لپاره ورته یو خارجي بورس پیدا کړه، څو خپله ماسټري بشپړه کړي او همدا جمله یې راته تکراروله، چې زه بې سواده پاتې سوم او ټول عمر مې په مزدورۍ کې تېر سو، وچه ډوډۍ خورم، خو په اولادونو تعلیم کوم.
زه په اوسني روان سیاست کې هم امیدونه لرم. زمونږ د جګړې لوی حامي هېواد چې مخکې یوازې مونږ ته رسوا و، اوس یې نړیوالې ټولنې هم اصلي څېره وپېژندله. د منځنۍ اسیا لویه پروژه ټاپي، کمال خان بند، چابهار بندر، د کاسا ــ ۱۰۰۰، د ورېښمو لار او داسې نورې بنسټیزې پروژې هغه څه دي، چې د راتلونکي لپاره امیدونه لري.
زه بیا هم په دې ټینګار کوم، چې د قانون حاکمیت او ښه حکومتولي هغه وخت راتلی سي، چې ولسونه د کار خلک وپېژني. د ظالم خلاف خبره وکړي او خپل مظلومیت په یو مدني اواز اوچت کړي. بیا مونږ د یوه غوره نظام خاوند کېدای سو.
په پای کې لوی رب ته د دعا لاسونه پورته کوم، چې یا الله په دې وطن کې عادلانه نظام او دایمي سوله راولې!

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top