د طالبانو او نورو وسله والو د ځپلو په موخه، (نصرت ۹۷) عمليات په نوي کال کې پيل کيږي

د طالبانو او نورو وسله والو د ځپلو په موخه، (نصرت ۹۷) عمليات په نوي کال کې پيل کيږي



روهي (جمعه/۱۸ د کب)، په مرکز کابل کې د هېواد د امنيتي ارګانونو له څلور ورځنيو خبرو - اترو وروسته، د نوي ۱۳۹۷ لمريز کال لپاره د نصرت ۹۷ پوځي عملياتو طرحه تصويب شوه.

نصرت ۹۷ عمليات به د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د طالبانو او د دولت د نورو وسله مخالفو ډلو د ځپلو په موخه تر سره شي او د لوي بريدونه په مخنيوي کې به مرسته وکړي.

ولسمشر غني ويلي، چې دغه عمليات د روان کال د (خالد عملياتو) نيمګړتياې به ډکې کړي او نوي عمليات د خالد عملياتو په جريان به په نوي کال کې عملي شي.

له بلې خوا د هېواد د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر وايي، چې طالبانو شتون نورو بهرنيو جنګياليو ته په افغانستان کې د فعاليت موقع په لاس ورکړې ده. د نوموړي په وينا که طالبان سوله وکړي، نو د بهرنيو وسله ډلو شتون په افغانستان کې له منځه تللی شي.

اتمر په افغانستان کې ترهګرې ډلې په څلورو ګروپونو ووېشلې او زياته وي چې، له د يوې ډلې د ځپلو په موخه له بلې ترهګرې ډلې سره د بهرنيو هېوادونو همکاري د افغانستان په زيان ده.

نصرت ۹۷ پوځي عمليات به د افغانستان د ټولو امنيتي ځواکونو په همکارۍ په نوي ۱۳۹۷ کال کې په ټول افغانستان کې تر سره شي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top