د پېغمبرانو را استول ستر الهي رحمت دی (اخري درېیمه برخه)

د پېغمبرانو را استول ستر الهي رحمت دی (اخري درېیمه برخه)



که څه هم یو مالک او خاوند په خپل مال او مملوک کې عام او تام واک او اختیار ولري، څرنګ چې وغواړي هم هغسې یې استعمال کړي، حقیقي خالق جل جلاله هغه ذات دی چې ﴿ فَعَّالٌ لِمَا يُرِيدُ ﴾ دی.

ولې بیا هم همدغه اقدس ذات جل جلاله استازي را واستول، تر څو بشر ته دا عذر نه وي چې موږ ښه او بد نه پېژندل، امر او نهي راته معلوم نه وو، د ښي او چپ نه څه خبر وو؟؟

له دې کبله چې د ناپوهۍ عذر یې لنډ شي، لارښوونکي او پېغمبران یې د بشري ټولنو د اصلاح له پاره په هر وخت او زمان کې را واستول، الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:
﴿ رُسُلاً مُبَشِّرِيْنَ وَ مُنْذِرِیْنَ لِئَلَّاٰ یَکُوْنَ لِنَّاسِ عَلَی اللهِ حُجّةٌ بَعْدَ الرُّسُل ﴾ [النساء: ۱۶۵]. يعنې (استولي مو وه) پيغمبران په داسې حال چې زيری ورکوونکي او ډاروونکي وه، (دا) د دې لپاره چې خلکو ته په الله ﷻ باندې د پيغمبرانو (د استولو څخه) وروسته څه حجت (اعتذار) موجود نه شي (او عذر ونه کړی شي).

دا چې یو چاته سمه او کږه وښودل شي، روا او ناروا وپېژني او بیا هم په کږه روان وي نو هر قاضي به دا حکم وکړي چې دا ډول اشخاص محکوم او ملامت دي، لکه چې خاوند تعالیٰ په بل ځای کې فرمایي:
﴿ وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّىٰ نَبْعَثَ رَسُولًا ﴾ [الاسراء: ۱۵]. يعنې او مونږ تر هغې پورې (هيچا ته) عذاب ورکوونکي نه ياستو، ترڅو چې (ورته) پيغمبر مبعوث کړو (ور ولېږو چې دعوت ورکړي).

همدا راز الله تعالی د قرآن کريم په بل ځای کې په صراحت او ښکاره عباراتو کې داسې واضحه کړې ده:
﴿ وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ ٱلْقُرَىٰ حَتَّىٰ يَبْعَثَ فِىٓ أُمِّهَا رَسُولًا يَتْلُواْ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتِنَا ۚ ﴾ [القصص: ۵۹]. يعنې او (ای پیغمبره!) ستا رب ﷻ تر هغه پورې د ښارونو هلاکوونکی نه دی، ترڅو چې د هغوی په مرکزي ښار کې داسې پيغمبر واستوي چې په (اهاليوو) باندې يې زمونږ ايتونه قرائت کړي (او توحيد ته يې دعوت کړي).

د اقدس ذات جل جلاله د ذات رحمت او مرحمت دی چې د بشري ټولنو د دنیوي او اخروي نېکمرغیو له پاره یې د انسانانو له جملې څخه پېغمبران وټاکل او هر پېغمبر ته وظیفه ورکړ شوه چې خپل قام ته د نېکمرغۍ او سعادت لار وښیي او له ګمراهیو او د بدبختیو یې راوګرځوي.

پېغمبرانو هم په دې لار کې ډیرې ربړونې زغملې او رنګارنک کړاوونه یې لیدلي دي، خو خپله دغه درنده وظیفه یې نه ده هېره کړې.

د ابراهیم "علیه السلام "څه تقصیر وو چې نمرودیانو په اور کې واچاوه، د نمرودیانو په نزد د ابراهیم "علیه السلام " لویه ګناه دا وه چې غوښتل يې دوی له بت پرستۍ او خرافاتو څخه لرې وساتي او د یوه ذات اقدس جل جلاله د عبادت له پاره یې رابلل.

له نوح "علیه السلام "سره یې قام په دې دښمني راواخیسته چې هغه ورته وعظ او تبلیغ کاوه او سمې لارې ته یې رابلل، خو په قام یې خبرې بدې لګېدې نو اخطار یې ورکړ:
﴿ قَالُوا لَئِن لَّمْ تَنتَهِ يَا نُوحُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمَرْجُومِينَ ﴾ [الشعرا‌ء: ۱۱۶]. یعني د نوح (عليه السلام) قوم وويلې چې اي نوحه! که چرته ته (د دغه توحيدي دعوت څخه) منعه نه شې نو هرومرو ضرور به ته د رجم کړی شوو څخه وګرځې (مونږ به دې په کاڼو ووژنو).

الله تعالیٰ د داسې بدبختانو غرقېدل او تباه کېدل د دوی له لاسه بولي، لکه چې فرمايي:
﴿ وَمَا كُنَّا مُهْلِكِى ٱلْقُرَىٰٓ إِلَّا وَأَهْلُهَا ظَٰلِمُونَ ﴾ [القصص: ۵۹]. يعنې او مونږ د ښارونو هلاکوونکي نه ياستو مګر په داسې حال کې چې اهل يې ظالمان وي (او د پيغمبر دعوت قبول نه کړي).

خاوند تعالیٰ ارحم الرحمین ذات دی، ظلم بدبولي، ظالم بدګڼي، او ظلم نه خوښوي نو ځکه په ډېرو کلکو او تأید شوو الفاظو کې فرمایي:

﴿ وَأَنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ ﴾ [الانفال: ۵۱]. يعنې يقينا الله ﷻ په بنده ګانو باندې هيڅ تېری کوونکی نه دی.
انسان دی چې کولی شي ځان له بدبختیو څخه لرې وساتي، د نېکمرغۍ او د سعادت لار ونیسي ځکه چې د پېغمبرانو په وسیله هر څه ښه او بد ښودل شوي دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top