د ميوند ۱۹ کلنه ملاله

د ميوند ۱۹ کلنه ملاله



د ميوند ۱۹ کلنه ملاله
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زوکړه: ملالۍ؛ چې د ميوند ملاله، ملالۍ انا او ملالۍ ميوندواله باندې هم شهرت لري، په ۱۸۶۱ ز کال کې د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ د پاچا په نوم کلي کې زېږدلې وه. نوموړې په ۱۸۸۰ ز کال کې د ۱۹ کلنو په عمر وفات شوه.

ملالۍ د افغانستان د ميړنيو ښځو له ډلې څخه ده، چې د هېواد په تاريخ کې په زرين نوم او د خلکو په منځ کې د قدر ځای او ارزښت لري. د ملالۍ له مرګ څخه کابو يوسلو څلوېښت کاله کيږي، خو ملاله تر اوسه د خلکو په زړنو کې ژوندۍ ده او نوم يې تل پاتې دی، چې لامل يې په لاندې ډول درته روښانه کوو.

په ۱۸۸۰ ز کال کې، کندهار په ميوند کې د افغان - انګليس جګړه پيل شوه، چې د افغان ځواکونو مشري په کې محمد ايوب خان او د انګېزانو مشري په کې باروز کوله. ملالۍ افغان جنګيالو ته د جګړې په ډګر کې د اوبو رسولو مسوليت په غاړه درلود.

داسې وخت راغی، چې د انګرېزانو پر وړاندې د افغان جنګياليو جګړه سسته شوه، نېږدې وه، چې افغان د دوی پر وړاندې جګړه له لاسه ورکړي. په دې وخت کې ملالۍ په هغه افغان بيرغ سترګې ولګېدې، چې ټپي جنګيالی له لاس په لوېدو وو. ملالې د سرتير لپاره د اوبو کوزه په ځمکه پرېښوده او د افغان بيرغ په لور يې ورمنډه کړه او بيرغ پرې نه ښوود چې په ځمکه پرېوځي.

کله چې ملاله متوجې شوه، چې افغان جنګياليو د جګړې لوړ مرال او قوي روحيه له لاسه ورکړې ده او شوني ده چې دښمن بريا ته ورسيږي او د ميوند فتحه په خپله ګټه واخلي، نو په يو لوړ او سوي غږ يې د پښتو دغه لنډۍ چيغه کړه:
که په ميوند کې شهيد نه شوې خدایږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

دغه پښتو لنډۍ د ځوانو جنګياليو وينه په داسې يو حرکت را وستله او په دښمن داسې مرګوني ګوزارونه وکړل، چې بريا ته نېږدې دښمن يې مرګ ته نېږدې کړ او ميوند ورڅخه فتح کړ.

په اوس وخت کې د ميوند د ملالې د مېړانې په اساس، په هېواد کې ډېری ښوونيز او روزنيز مرګزونه، فرهنګي نهادونه او تر دولتي مډالونو پورې د نوموړې په نوم نومونل شوي دي.

په ۱۹ مه ز پيړۍ کې د افغان ملالۍ مېړانه، د جګړې په ډګر کې د نوموړې برخه او د نارينو جنګياليو هڅول، هغه څه دي، چې د افغانستان په تېر تاريخ کې د ښځو په ونډې، ميړانې او له نارينو سره په مساوي فعاليت دلالت کوي.

افغانستان پيړۍ وړاندې په سياسي او ټولنيز ډګرونو کې ښځو ته پراخه ونډه ورکړې وه او د جندر او جنس په نوم په هغه وخت کې د ښځو او نارينه وو ترمنځ تعبيض او توپير شتون نه درلود. په افغانستان کې په داسې وخت کې ښځو د نارينو په څېر د ژوند په چارو کې فعاله ونډه درلودله، چې په نړۍ کې ښځو د ښځو د حقوقو په نوم څه نه پېژندل او په مکمل ډول يې د حقرات ژوند درلود.

ملاله په داسې يو وخت کې د سنګر ښځه وه، چې د مارچ اتمه او د ښځو په نوم نورې ورځې زېږدلې هم نه وي. ملالې پيړۍ وړاندې نړۍ ته دا څرګنده کړه چې:

که له زلمو نه پوره نه شي ګرانه وطنه جينکۍ به دې ساتينې

ملالې همداسې وکړل، د زلمو ملا يې ور وتړله، هېواد يې فتحه کړ او نړۍ ته يې دا څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د ښځو حقوق کالونه وړاندې ژوندي، مساوي او موجود وو، خو اوس د پرديو په لاس وهنه او اشاره، افغان ښځو ته هغه حقوق هم نه ورکول کيږي، چې د اسلام سپيڅلي دين او لوړ افغاني کلتور ورکړي دي.
د ملالې د ځای جنت وي، لاره يې تل پاتې او لنډۍ يې ژوندۍ اوسه.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top