د ولسمشرۍ ماڼۍ او بلخ ترمنځ هوکړه له نوي کال وړاندې اعلان کيږي

د ولسمشرۍ ماڼۍ او بلخ ترمنځ هوکړه له نوي کال وړاندې اعلان کيږي



روهي (پنځه نۍ/۱۷ د کب)، په خبرونو کې ويل شوي، چې د عطا محمد نور او ولسمشرۍ ماڼۍ ترمنځ د ستونزې حل به د نوي کال څخه وړاندې له رسنيو سره شريک شي.

ويل شوي، چې بلخ ته محمد معصوم ستانکزي او سلام رحيمي له سفر وروسته د ارګ او عطا ترمنځ ستونزه تر يو حده حل ته رسېدلي او له نوي کال څخه وړاندې به اعلان شي.

د بلخ د ولايتي شورا مشر رسنيو ته ويلي، چې له کابل څخه بلخ ته د راغلي پلاوي په راتګ سره ستونزه د حل تر پولو نېږدې شوې ده او په نېږدې وخت کې به يې پايلې له ولس شريکې شي.

په نه تائيد شويو راپورنو کې ويل شوي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د دوو وزارتونو، دوو سفارتونو او ځينو ولايتونو په ورکړې، عطا استعفا ته راضي کړی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ او همدا ډول د عطا پلويان د بلخ او ارګ ترمنځ د ناستو خبر ورکوي خو په رسمي ډول د ناستو د پايلو په اړه رسنيو ته څه نه وايي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top