عطا: زمونږ د خراسان په اصولو کې تسليمي او شاته تګ نشته

عطا: زمونږ د خراسان په اصولو کې تسليمي او شاته تګ نشته



روهي (پنځه نۍ/۱۷ د روهي)، د ولسمشر له لورې د بلخ ګوښه شوي والي عطا محمد نور د خپلو پلويانو په منځ کې حکومت تورن کړ، چې يوازې نوموړی نه بلکې په لويه کې غواړي چې مجاهدين له سياسي صحني څخه ګوښه کړي او په دې سره د قدرت واک له ځان سره وساتي.

نوموړي د ځان د ګوښه کولو په اړه وويل، "زه ځکه له دندې لېرې کيږم، چې ما په سيمه کې مې امن را وستلی، د مافيا لاسونه مې غوڅ کړي، د قاچاق مخه مې نيولي، د پرمختګ او رغونې کارونه مې کړي... دا زما ګناه دی چې په فردي ډول راته خنډونه جوړيږي او په لويه کې، زما ګوښه کېدنه په حقيقت کې له سياسي صحنې څخه د مجاهدينو لېرې کول دي."

عطا محمد نور په خپلو خبر کې د افغانستان د تېر تاريخ پر ځای د خراسان او اريانا نومونه ذکر کړل او زياته يې کړه، "زمونږ په سياسي مکتب کې، زمونږ په عقيده کې، زمونږ په دين کې .... د خراسان او لوی اريانا په اصولو کې تسليمي او ماتې شتون نه لري، نو له حکومت څخه غواړو چې مونږ کار ته پرېږدی ...."

له لکه چې په بريښنايي پېژند پاڼو کې د افغان د کليمې په ليکلو سره مخالفتونه زيات شول، يو شمېر سياسي کړيو د افغانستان د نوم په اړه هم د نه منلو څرګندونې وکړې، چې په لومړي ځل عطا محمد نور د افغانستان له نوم سره د مخالفت د ښودلو په موخه په خپلو څرګندونو کې د خراسان او اريانا نومونو ته ذکر کړل.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top