سریلانکا: د مسلمانانو په هټيو او جوماتونو باندې ډليز بريدونه شوي

سریلانکا: د مسلمانانو په هټيو او جوماتونو باندې ډليز بريدونه شوي



روهي (پنځه نۍ/۱۷ د کب)، د راپورنو په اساس په سریلانکا کې د بوديانو له خوا په ياد هېواد کې د مسلمانانو په هټيو او جوماتونو باندې بريدونه شوي دي.

پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې يو بودېست ځوان له مسلمانو سره په جګړه کې ښکېل شو او وروسته نورو بوديانو په سيمه کې د مسلمانانو په دوکانونو او جوماتونو باندې بريد وکړ.

د سریلانکا پوليسو سيمې ته په رسېدو د نښتې مخنيوی کړی او يادې سيمې ته يې د مسلمانانو او بوديانو له ورتګ څخه مخنيوی کړی، ترڅو شخړه لا پسې پراخه نه شي.

د سریلانکا ولسمشر مایتریپالا سیریسنا، د هېواد په ځينو سيمو کې د جګړې د مخنيوي په موخه بيړنس وضعيت اعلان کړي او په ډېری سيمو کې په تګ - راتګ بنديز لګېدلی دی.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top