پکتیکا: د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

پکتیکا: د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه



د مارچ اتمه یا د ښځو نړیواله ورځ په پکتیکا ولایت کې د یو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال ونمانځل شوه.
په یاده غونډه کې د پکتیکا مرستیال والي ترڅنګ، د بېلابېلو ادارو استازو، قومي مشرانو، علماوو، لسګونه ښځو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي ټولو ښځو ته د مارچ اتمې مبارکي وویله او دا ورځ یې د دوی د حقونو د یادونې او ترلاسه کولو ښه موقع یاده کړه.
ښاغلي فضلي وویل، ښځو ته د زده کړو، کاري اسانتیاوو او نورو سهولتونو برابرول د افغان دولت په لومړیتوبونو کې دي او په وینا یې په دې برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لري.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، د پکتیکا ولایتي اداره هم تل په دې هڅه کې ده چې د پکتیکا والو ښځو لپاره په هره برخه کې وړ سهولتونه رامنځ ته کړي.

بل لورته د پکتیکا ولایت د ښځو چارو رئیسې بي بي حوا خوشیوال خبرې وکړې او د مارچ اتمې په مناسبت یې د ښځو چارو وزارت پیغام ولوست.
نوموړي دغه راز په پکتیکا ولایت کې د ښځو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د پخوا په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او نورې ستونزې تر ډېره راکمې شوې او پکتیکا والې نجونې درس ویلو ته هڅول شوې دي.

په ورته مهال ښځې وایي چې د پوهنې، روغتیا او په یو شمېر نورو برخو کې ورته سهولتونه رامنځ ته شوې خو زیاتوي چې لا هم بسنه نه کوي.
دوی زیاتوي، د دې وړتیا لري چې په بېلابېلو برخو کې خپلې وړتیاوې وښایي او د نارینه و ترڅنګ د ټولنې لپاره هر اړخیز خدمات وړاندې کړي.

د یادونې ده، چې د غونډي په پای کې په ټولو ښځو د ښځو سره د سم چلند کولو په نوم یوشمېر ډالۍ او د پخلنځي توکي هم ووېشل شول.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top