سيما سمر: په هېواد کې د ناامنۍ يو لامل، په امنيت شورا کې د ښځو نه شتون دی

سيما سمر: په هېواد کې د ناامنۍ يو لامل، په امنيت شورا کې د ښځو نه شتون دی



روهي (پنځه نۍ/۱۷ د کب)، د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کمېسيون مشره سيما سمر وايي، چې په هېواد کې د روانو ناامنيو يو لامل په امنيتي ارګانونو کې د ښځو کم او يا هم نه شتون دی.

اغلې سمر دغه څرګندونې نن ورځ په کابل کې د مارچ اتمه يا د ښځو د نړيوالې ورځې په پار په جوړه شوې ناسته وکړې او ښځو ته د پراخه ونډې په نه ورکولو يې په حکومت نېوکې وکړې.

نوموړې په ځانګړې ډول د هېواد د ملي امنيټ شورا په ادارې نېوکه وکړه او زياته يې کړه، "د ملي امنيت په شورا کې هېڅ يوه ښځه شتون نه لري، ښځه څه چې په ياده ارګان کې د ښځو په اړه فکر هم شتون نه لري. په امنيتي ارګانونو کې ښځو ته د برخې نه ورکولو په پايله کې، د هېواد امنيتي وضعيت ورځ تر بلې کړکېچن کيږي."

سمر له وسله والو ډلو سره د سولې په اړه وويل، تر هغه چې ښځو ته په دې برخه کې ونډه ور نه کړل شي او په ځانګړې ډول په لېرې پرتو سيمو کې د ښځو د ژوند په اړه فکر ونه شي، تر هغې دوام لرونکې او تل پاتې سوله امکان نه لري.

له سيما سمر وړاندې هم، دحکومت په دننه کې، يو شمېر سياسي کړيو، د ملي امنيت په شورا د قدرت د انحصار او قومي توپيرونه له امله نېوکې کړې وې.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top