ډاکټر عبدالله: د پردو تر شا سوله نه منو

ډاکټر عبدالله: د پردو تر شا سوله نه منو



روهي (پنځه نۍ/۱۷ د کب)، د هېواد اجرايئه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن ورځ په کابل کې د ښځو د نړيوالې ورځې په لمانځ غوڼده کې وويل، چې د پردو تر شا او د خلکو له خبرولو پرته ورسته سوله د منلو وړ نه ده.

ډاکټر عبدالله عبدالله په سوله باندې ټېنګار وکړ او دا يې د وخت اړتيا ياده کړه، خو په عيني وخت کې يې خبرداری ورکړ، چې د سولې په موخه هر معامله به د ملت د سترګو پر وړاندې وي، ملت بايد ترې خبر شي او د پټو دروازو تر شا بايد تر سره نشي.

که څه هم ډاکټر عبدالله عبدالله طالبانو د ولسمشر غني د سولې د وړاندېزونو ملاتړ کولو، خو د سولې په خبرو کې يې په خپله ونډه او هم دا ډول د سولې په معاله کې يې د ولس په خبرولو ټېنګار درلود.

نوموړي په ياده راټولېدنه کې په افغانستان کې د ښځو فعاليت او دوی ته په ټولنيزو او سياسي چارو کې، په برخه ورکولو ټېنګار وکړ، او يو ځل يې بيا ژمنه وکړه چې له دوی سره شوې ژمنې به ورته عملي کوي.

نن د مارچ اتمه د ښڅو نړيواله ورځ ده، چې کابل په شمول د هېواد په نورو ولايتونو کې د ښځو فعالينو او حکومتي چارواکو په شتون ولمانځل شوه.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top