ولسمشر غني: د امنیتي ځواکونو مېړانه د هېواد بقا تظمینوي

 ولسمشر غني: د امنیتي ځواکونو مېړانه د هېواد بقا تظمینوي



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۷مه ) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د قول اردوګانو له قومندانو سره د ۹۷په نوم د عملیاتو یوه کنفرانس کې وویل، چې د ملي ځواکونو مېړانه د افغانستان بقا تضمین کړې.
 
 له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي یادو قومندانانو د خالد په نوم عملیات بریالي یاد کړل.
 
هغوی د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان ته د خلکو د دفاع او ځمکنۍ بشپړتیا او د انکشافي او زیربنایي پروژو د امنیت د تامین ډاډ ورکړ.
 
ولسمشر غني د پارلماني او ولسمشرۍ ریاست ټاکنو پر امنیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د ټاکنو د امنیت تامین باید د امنیتي پلانونو برخه وي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top