عطا خپل کاري دفتر ته تګ - راتګ ځنډولی

عطا خپل کاري دفتر ته تګ - راتګ ځنډولی



روهي (پنځه نۍ/۱۷ د کب)، د راپورنو پر اساس د ولسمشر له لورې د بلخ لېرې کړی شوي والي عطا محمد نور له تېرو څلورو ورځو راهيسې خپل کاري دفتر ته تګ ځنډولی او همدا ډول يې له خلکو سره ناستې او غونډې کمې کړې دي.

د بلخ د ولايتي شورا مشر د عطا او ولسمشرۍ ماڼۍ د استازو ترمنځ د خبرو - اترو ويلي، خو په دې اړه يې د پوره او کره مالوماتو له ورکولو څخه ډډه کړي.

سرچينې وايي، چې عطا محمد نور د حکومت له پلاوی سره يوې نسبي پايلي او هوکړې ته رسيدلی او په همدې موخه يې، کاري دفتر تګ او له خلکو سره ناستې او غونډې کمې کړې دي.

د عطا پلويان او د حکومت د رسنيو مسولين، د ولسمشرۍ ماڼۍ او عطا محمد نور ترمنځ د خبرو - اترو پخلی کوي، خو په دې اړه د پوره مالومات له ورکولو او نظر له څرګندولو څخه ډډه کوي.

ويلي کيږي، چې د هېواد د ملي امنيت مشر محمد معصوم ستانکزی او د حکومت يو شمېر نور استازي، له عطا محمد نور سره د لېدنو په موخه بلخ تللي، ترڅو د ارګ او بلخ ترمنځ د مياشتو په عمر ستونزې ته، د خبرو له لارې حل پيدا کړي او يوې پايلې ته سره ورسيږي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top