داعش: د نړۍ مسلمانانو! که سوريې او عراق ته نشی تللی، نو افغانستان ته راشئ

داعش: د نړۍ مسلمانانو! که سوريې او عراق ته نشی تللی، نو افغانستان ته راشئ



روهي (پنځه نۍ/۱۷ د کب)، داعش وسله والې ډلې په يوې ۲۵ دقيقيي ويډيو کې په ټوله نړۍ کې له خپلو جنګياليو او د نړۍ له هغه مسلمانانو، چې د دوی په ملاتړ جګړه کوي، غږ کړی چې د جګړې لپاره افغانستان ته راشي.

دغه ويډيي پيغام چې ۲۵ دقيقې دی، د داعش ډلې د خراسان ايالت په نوم يو څانګې خپره کړي، او له خپلو جنګياليو ته يې بلنه ورکړي، چې د سوريې او عراق پر ځای دې افغانستان ته را کډه شي.

په ياد ويډيوي پيفام کې د داعش يو جنګيالی د نړۍ مسلمانانو ته داسې پيغام ورکوي، "اووو! د نړۍ مسلمانانو، خراسان ته را کډه شئ، که عراق او سوريې ته نشئ تللی، دلته راشئ."

د نړۍ له مسلمانانو او همدا ډول د داعش له جنګياليو غوښتنه شوي، چې د افغانستان شمالي او ختيځو برخو ته راشي، دغه برخې د دوی د کډوالۍ او جګړې لپاره ښه ځایونه دي.

په ويډيو کې داعش جنګيالی په عربي ژبه باندې خبرې کوي، چې ځينې نور جنګيالي يې په پښتو، دري او ازبکي ژبو باندې هم خبرې کوي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top