د اغېزمنې وينا پاموړ ټکي

د اغېزمنې وينا پاموړ ټکي



د ليکوالۍ ډګر کې ډيری ليکوالان ليکنې کوي، خو ټولې نه بلکې خال خال ليکنې بيا د هر چا لپاره خوږې او منلې وي، په وار وار يې لولي او خوند ترې اخلي. د ويناوالۍ کېسه هم همداسې ده؛ هر څوک وينا کوي خو ځينې ويناوال بيا داسې دي، چې غږ او انداز يې زړونو کې لارې کوي، زړه ورته نه تنګيږي، اوريدونکي ورته تر پايه چوپ او ګوته په غاښ وي. وينا يې نه يوازې دا چې زړه پورې يې، بلکې اوريدونکي يې تر پايه د زړه په غوږونو اوري او تلوسه ورته لري. دلته په هغو مواردو لنډ بحث کوم، چې د اغيزمنې، زړه راښکونکې او اوريدونکو د خوښې وينا لپاره بايد پام کې ونيول شي.

• جرئت او زړورتوب:
فکر کوم چې د نړۍ نيم انسانان د وينا لپاره ډېر څه لري خو نشي کولی چې اظهار يې کړي او پاتې نور يې بيا د وينا لپاره هېڅ نلري، خو ویناوال دي. دلته اصلي لامل زړور توب (جرئت) او يا يې عکس دی.

که د اغيزمنې وينا تمه لرې نو د جرئت ويده شوې موهبه دې راويښه کړه، ته ډير لوړ جرئت لرې خو د ځينو فکتورونو له امله ځپل شوی، هغه ټکي چې تا بې جرئته کوي، د کمترۍ احساس درکوي، نه دې پريږدي چې د سيالانو جوګه شې او لوړ پرواز وکړې فکر وکړه، چې هسې اوهام او خيالي فشارونه دي، چې ستا د پرمختګ مخه يې ډب کړې او د وينا له هنره يې بې برخې کړی يې. د جرئت موهبه هر انسان لري، چا راويښه کړې او ځينو نورو ويده پريښې. خپل ځانته پخپله ډاډ او جرئت ورکړه، د جرئت پيدا کولو او اضطراب وژنې په موخه هر ځای او هر سټيج ته بې پروا او بې فکره پورته شه، د هېچا او هېڅ کس موقف او شهرت ته اجازه مه ورکوه، چې ستا مورال راټيټ کړي او جرئت دې مړاوی کړي، په همدې تکل مخ پر وړاندې ګامونه واخله او د وينا مېز ته پورته شه.

• چمتوالی:
هېڅکله پرته له چمتوالي د وينا لپاره مه پورته کېږه، د موضوع او مناسبت اړوند مفاهيم راټول کړه، ذهني خاکه ترې جوړه که او له بشپړ ترتيب وروسته يې اوريدونکو ته د وينا په ترڅ کې وړاندې کړه. مرحوم مودودي رحمه الله به همېش خپلو ملګرو ته ويل، چې ماته د وينا لپاره يوه ورځ مخکې خبر راکوئ، چې ځان ورته چمتو کوم.

د کاغذ په څنډه د خپلې وينا برخې په ترتيب سره منظمې کړئ، د مناسبت اړوند نومونه او تاريخونه له ځان سره دقيق واخلئ، ټولې وينا ته سوژه برابره کړئ، خو په ځانګړي توګه پيل او پای ته ډير فکر وکړئ، که ممکن وي د پيل او پای تعبيرونه په جلا جلا توګه وليکئ، په دې هم ځان پوه کړه، چې ته بايد څو دقيقې وغږيږې او څووم ويناوال يې، تر هغې چې ستا وار رارسيږي د غونډې چاپيريال دقيق وڅاره، سټېج ته د پورته کيدو او راکوزيدو لارې ته هم متوجه اوسه؛ مخکې له دې چې وينا ته راوغوښتل شې بايد په ذهني او جسمي توګه بشپړ چمتوالی ولرې.

خپله وينا په عموم کې په څو برخو وویشئ، د هرې برخې لپاره اړين ټکي په ترتيب سره وليکئ، په ورين تندي سټېج ته پورته شئ او خپله وينا وړاندې کړئ.

• اوريدونکي وپېژه:
د اوريدونکو پېژندل اړين دي، ډير ځله د ويناوال دې ته پام نه يې چې چاته او څه ډول خلکو ته وينا کوي نو وينا يې پر اوريدونکو بوج شي. هغه وينا چې د محصلينو غونډې ته يې کوې د متعلمينو له غونډې سره پراخ توپير لري.

د اوريدونکو پيژندل درسره مرسته کوي چې د هغوی د استعداد او فکر اړوند اصطلاحاتو کې د خپلې وينا محتوا راونغاړې، د معلوماتو د انتقال حد او معيار درته ټاکي، په دې پوهېږې چې څه ډول معلومات او په کومه اندازه يې بايد وړاندې کړې؛ ځکه ته وينا د ځان لپاره نه کوې بلکې د اوريدونکو لپاره يې کوې، د ويناوال هڅه به دا وي، چې د اوريدونکو د مزاج او نبض معلومولو وروسته وينا پيل کړي، ډير ځله اوريدونکي نه يې درک شوي، ويناوال داسې وينا وکړي چې حساسيتونه راوپاروي، له خير يې شر زيات شي.

ما څو غونډې داسې ليدلي، چې د يو ويناوال د وينا له امله مختل شوي دي، په شور او جنجال اوښتي؛ ځکه خو ويناوال ته د اوريدونکو پيژندل او تفکيک ډير اړين دی.

• د وينا مواد منظم کړه:
هغه مواد چې د وينا لپاره دې راټول کړي بايد منظم او ترتيب شي، د وينا اړوند مواد په يو اسان او ساده چوکاټ کې ځای پر ځای کړه، د وينا موضوع او په لويه کې د خپل بحث اهداف هم ترتيب کړه، د خپلې وينا مرکزي او اساسي ټکي روښانه کړه او اوريدونکو ته يې د عمومي وينا پر خلاف په داسې انداز کې ووايه، چې توجه راجلب کړي؛ څېړنې وايې غوره او اغيزمن ويناوال هغه دی، چې د اوريدونکو توجه په دېرش ثانيو کې ځانته راواړوي.

ډېر ځله داسې کېږي، چې ويناوال سره په يوې موضوع کې ډېر اړين مالومات وي، خو د همدې مالوماتو د وړاندې کولو لپاره ورسره ذهني خاکه او ترتيب نه يې نو له همدې کبله ډير خوندور او زړه راښکونکي مالومات بې خونده او بې مزې شي. د وينا مواد که ترتيب شي لويه ګټه يې داده، چې تکراري خبرو مخنيوي کې درسره مرسته کوي، بې ربطه او بې تړاوه خبرې د ويناوال له خولې هغه وخت راوځي، چې د وينا ترتيب او طبقه بندۍ لپاره يې وړاندې خاکه نه يې برابره کړي.

• کليشوي اصطلاحات مه کاروه:
ډېر ځله د وينا خوند او اغيزمنتوب په دې هم له منځه ځې، چې کليشوي او تکراري اصطلاحات پکې وکارول شي او ياهم د وينا طرز تکراري او ژول شوی وي؛ له بده مرغه مساجدو کې د جمعې ډیری خطابې کليشوي بڼه لري. تکراري، پخواني او ژول شوي موضوعاتو او اصطلاحاتو پرته پکې نور هېڅ نه ترسترګو کېږي. که د ويناوال هره وينا ابتکاري او نوښت پاله بڼه ولري نو هم به يې اوريدونکي زيات يې او هم به يې اغيزمنتوب.
ـ د هر څه نه مخکې د حضور پاک مبارکه، تلپاتې او نه هيريدونکې تحفه درته وړاندې کوم، چې عبارت ده له السلام عليکم..‎‎.
ـ زه د دې لايق او مستحق نه يم، چې ستاسو محترمو حاضرينو په مخکې خبرې وکړم خو...
ـ لکه څنګه چې ما مخکې وفرمايل...
ـ او په اخر کې که زما نه څه کمی زياتې شوی يې نو ټولو نه بښنه غواړم، والسلام.
ياد او دې ته ورته اصطلاحات او کليمات ژول شوي، تکراري او کليشوي دي، چې د وينا خوند او اغيزمنتوب په بشپړه توګه له منځه وړي، بايد له کارونې يې ډډه وشي.

• پر وخت پای ته رسول:
ښه وينا هغه ده، چې لنډه خو پيغام لېږدونکې وي. اغيزمنتوب يې هم په لنډوالي کې دی، ډيری ويناوال پيل په تشريفاتي او له تکلف ډکو الفاظو کوي، دومره يې وغځوي، چې ان د وينا اصلي برخې لپاره وخت پاتې نه شي. څومره وخت چې درکول شوی يې پکې خپله وينا راټوله کړه، مه يې غځوه؛ د وينا غځول يانې د خلکو ستومانه کول او ستړي کول دي.

د اوږدولو او غځولو نه هدف دا ندی، چې وينا نيمايې کې پرېږده، بلکې د اصلي او مرکزي خبرو مخکې او وروسته بې ځايه تمهيد او مقدمې نه ډډه وکړه، يوه خبره په ځلونو مه تکراروه، داسې مه کوه چې په وار وار له خپلې موضوع بيرون شې او بيرته ورته راداخل شې، د خبرو په منځ منځ کې ډيره دمه هم مه کوه؛ دا ټول اضافي کارونه دي چې وينا ته بې ځايه غځونه ورکوي.

دا منم، چې ته شايد ډير اړين مالومات ولرې، خو لازمه نده چې په يو ځل بايد خلکو ته ورسيږي، ستا په نظر به يې خلکو ته رسول مهم وي، خو خلک يې د اوريدو تابيا نلري؛ که وينا د خلکو لپاره کوې نو لنډه او رڼه وينا وکړه او وخت په جدي توګه پام کې ونيسه.

• باډي لينګويج:
باډي لينګويج د سترګو، لاسونو او وريځو د حرکاتو په معنی دی، د وينا پر مهال باډي لينګويج ډير ارزښت لري، ستا د خولې خبره د لاس، سترګې او وريځو په حرکت بدرګه کيږي او په واضحه او معنی لرونکي توګه اوريدونکو ته رسيږي. دا حرکات بايد منظم شي، نه بايد ډير زيات او نه هم ډير کم وي.
د غبرګو لاسونو اچول، د سينې ډبول او له وريځو سره د تندي ګونجې کول... د باډي لينګويج خلاف حرکتونه دي، چې وينا او ويناوال دواړه زيانمنوي.

د سترګو او وريځو حرکتونو ته، چې څومره متوجه کېږئ په هماغومره بې خونده کيږي، پريږدئ چې دا دواړه د عادت مطابق او د غير ارادي غړو په توګه حرکت وکړي، مګر د لاسونو حرکت وڅارئ او دقيق يې کنټرول کړئ. که د سترګو او وريځو حرکتونه مو په عادي توګه ډير بې خونده وو، نو بيا ژور مشق ته اړتيا لري، چې تغير او کنټرول شي.

دا چې باډي لينګويج د ويناوالۍ په برخه کې يو تخصصي بحث دی نو يوې ځانګړې ليکنه کې به پرې پوره او هر اړخيز بحث وکړم.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top