د سوریې ځواکونو غوطه سیمه نیولې

 د سوریې ځواکونو غوطه سیمه نیولې



 (روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۷مه) د سوریې حکومتي ځواکونه خبر ورکړی، چې د غوطې پر سیمه یې ولکه کړې ده.
 
ویل شوي، چې د سوریې دولتي ځواکونو له مخالفینو سره په جګړه کې مخکې تللي دي.
 
راپورونه کاږي؛ دغو پوځیانو د ختیځې غوطې نیمايي سیمه یې پخپل کنټرول کې را وستې.
 
بل خوا په لندن کې مېشت د سوریې د بشر حقونو د څار بنسټ مدیر رامي عبدالرحمن د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د دوی د معلوماتو له مخې د ختیځې غوطې تر ۵۰ سلنه زیاته سیمه د بشاراسد د ملاتړو ځواکونو په لاس کې ده. 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top