دېموکراسي کفر دی که نه؟

دېموکراسي کفر دی که نه؟



یو شمېر خلک له دېموکراسۍ څخه په دې خاطر کرکه کوي، چې دغه اصطلاح د لوېدیځ څخه راغلې او د خیر او ښېګڼې طمع ترې نه ده پکار، په ښه نظر لیدل ورته تېروتنه ده او په خبره یې که دا لاره تعقیب کړو، خدای مه کړه کافر به شو. مګر زموږ سپېڅلی دين خورا پراخ دی او په لمنه کې یې هر څه رانغښتي دي. اسلام موږ له دې څخه، نه منع کوي، چې دنورو له تجربو څخه ګټه پورته کړو او مثبته استفاده ترې وکړو.هو! هره هغه کړنه (تګلاره) چې عقل او تجربه یې ښه والی ثابت کړي او په دې پوه شو چې په دې کې موږ او زموږ سپېڅلي دین ته ضرر نه رسېږي، له ګټې اخیستنې څخه یې موږ دین نه منع کوي، بلکې اسرار پرې کوي.

که وغواړو چې د دېموکراسۍ په اړه څېړنه وکړو او په ټوله مانا یې ځان پوه کړو، نو پکار ده چې په خورا غور سره یې وڅېړو او ځان ترې خبر کړو. ځکه ګڼ شمیر مسلمانان او زموږ ډېری افغانان په دې اند دي چې دېموکراسي په واقعیت کې کفر او د اسلام سپېڅلي دین پر ضد ده، مګر که ووایو د داسې مفکورې او کمزوري ذهن کسان د دېموکراسۍ له اصلي معنا او حقیقت څخه نا خبره او لرې پاتې دي. دوی نه د دېموکراسۍ موخې پېژني، نه یې پر اوصولو خبر دي او نه دا بېچاره ګان چا خبر کړي دي. دلته دا خبره مهمه بولم چې ووایم اصلاً له دوی سره ظلم شوی او دوی ته عامه پوهای نه دی رسېدلی، نو ځکه داسې بې معنا او بې بنسټه څرګندونې کوي. دلته دا هم ضرور بولم چې یادونه ترې وکړم، په یو شي حکم کول د هغه د حقیقت پېژندنې یوه برخه ده، په دې معنا که موږ د یو شي حقیقت ونه پېژنو، نو پکار نده چې فیصله پرې وکړو، اول باید ځان پوه کړو بیا خبرې وکړو.

د تاسف او خفګان ځای دا دی چې یو شمېر ډلې او ټپلې دي، اسلام یې په صحیح او تمامه معنا نه دی پېژندلی، یو غر په بل غر ولي، اسلام په غلطه توګه تعبېروي او دېموکراسي کفر ګڼي. هو دا منم! دېموکراسي دې ته نه وايي چې ښځه دې مېړه ووژني او له کوره دې وشړي، دېموکراسي دې ته نه وايي، چې بربنډ په ښار کې وګرځه، دېموکراسي دې ته نه وایي، چې د خلکو پر شخصي حریم تېری وکړه او ای! دېموکراسي دېته هم نه وایې چې حق ته باطل او باطل ته حق ووایه، دا منم چې دا دېموکراسي نه ده، دا جرم دی، که هر ځای کېږي، جرم دی او باید مجرم ته سزا ورکړل شي، خو دومره هم نه چې ته د دېموکراسۍ په معنا نه پوهیږې او دا کفر ګڼې. دېموكراسي هغه نظام ته وايي چې په هغه كې حاكميت د خلكو په لاس كې وي اوكارونه عموماً دهغو استازو په وسيله ترسره كېږي چې د خلكو له خوا ټاكل شوي وي. د بېلګې په توګه د دېموكراسۍ په نظام كې د ښار هر اوسېدونکی د امنيت حق لري، باید د امن په فضا کې ژوند وکړي او له ژونده خوند واخلي.

د دېموکراسۍ په نظام کې هېڅ څوک بل کس له قانوني حكم پرته نه شي نيولى او نه یې زنداني كولى شي. د دېموکراسۍ په نظام کې هر کس د بيان د آزادۍ حق لري، يعنې هر انسان حق لري چې خپل ليدلوری او نظر په ویلي، ليكلي، انځوريز او نورو ډولونو بيان كړي. په همدې توګه هر فرد کولای شي چې په مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو کې ونډه اخیستلو او همدا راز د خلکو راټولولو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي. په ټوله کې ډېموكراسي د خپل ملت د سياسي، ټولنيز او کلتوري ژوند انعكاس دی. په وروستیو کې به ووایم چې هر عالم او پوه انسان ته پکار ده، چې د خپل وخت شرایط، قانون او مقررات په نظر کې ونېسي او بیا د هغو سره سم حکم او پرېکړه وکړي. نن موږ په داسې حساسو او باریکو شراېطو کې ژوند کوو، چې د داسې نظام یا قانون راوستل لکه د خلفاو راشدېنو په څېر ناممکن دی، ځکه کوم کسان چې د دغسې یا دې ته ورته نظام چېغې وهي، هغوی خپله دې ته چمتو نه دي چې پر ځانونو یې پلي او عملي کړي، نو که راشو په زغرده سره ووایو چې ایا د دېموکراسۍ پر ځای موږ کوم بل بدیل لرو؟! نو که نه یې لرو راځئ دا د ځان لپاره یو ښه فرصت یاد کړو، چې عقلاً د پرديو ګوډاګیانو له ظلم او ستم نه خو خلاص یو، ظالم او جابر خو به راباندې واکمن نه وي او خپل حق خو به په خپله غوښتی شو.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top