يوه ميړوښه ميرمن د مشرانو جرګې د دويم مرستيال له خوا زورول کيږي

يوه ميړوښه ميرمن د مشرانو جرګې د دويم مرستيال له خوا زورول کيږي



روهي (پنځه نۍ/۱۷ د کب)، د راپورونو په اساس ويل شوي، چې د مشرانو جرګې دويم مرستيال محمد اصف صديقي يوه ميړوښه ميرمن په جنسي ډول زوروي او نوموړې ميرمنې ته يې کورنۍ ستونزې را پيدا کړې دي.

د نوموړې مېرمنې کورنۍ، خاوند او نورو غړو يې، د صديقي پر وړاندې په رسمي ډول د حکومت عدليي او قضايي ادارو ته شکايت کړی او په دې اړه يې له حکومت څخه د عدالت غوښتنه کړې ده.

د يادې ميړوښه ميرمنې خاوند وايي، چې د اصف صديقي له خوا ورته د مرګ ګواښونه شوی او ورته خبرداری ورکړل شوی، چې که د يادې موضوع په اړه غږ پورته کړي، نو ژوند به پرې تريخ کړي.

د زورل شوي ميرمنې خاوند او خسر چې له رسنيو سره يې خبرې کولې، له ولسمشر يې غوښتنه کړي، چې د دوی عزت او ناموس خوندي کړي او په دې اړه ورسره عدالت تر سره او تورن ته سزا ورکړل شي.

د يادې ميرمنې مدافع وکيله وايي، چې دغه ميرمن په زور سره اړيکو ته مجبوره کيږي او دغه موضوع پرې منفي روحي او ذهني اغېز کړی. دغه ميرمن اوس د خپلې کورنۍ له ويرې د کورنيو چارو وزارت تر څار لاندې په يو خوندي کور کې ژوند کوي.

د مشرانو جرګې دويم مرستيال په دې اړه له رسنيو سره خبرې نه دي کړي، خو د نوموړي دفتر له رسنيو سره په خبرو کې دغه تورونه رد کړي دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top