ناصر خان: امريکا بايد د افغانستان په جګړه کې د بريا خوب هير کړي

ناصر خان: امريکا بايد د افغانستان په جګړه کې د بريا خوب هير کړي



روهي (پنځه نۍ/۱۷ د کب)، د پاکستان د پوځ پخوانی جنرال او په اوسني وخت کې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار جنرال ناصر خان جنجوعه وايي، چې د جګړې له لارې امريکا په افغانستان کې بريا ته نشي رسېدلي او بايد د جګړې او پوځي لارو د بريا خوب هير کړي.

دغه پاکستانی جنرال وايي، چې په افغانستان کې د کړکېچ د حل او د جګړې د پای ته رسولو يوازينۍ لاره سياسي ناستې او د خبرو - اترو له لارې د حل پيدا کول دي، نه دي پوځي فشارونه له لارې.

جنجوعه زياتوي، چې د افغانستان او سيمي اوسني وضعيت ته په کتو، امريکا نشي کولی په جګړې خپلو موخو ته ورسيږي او په افغانستان کې بريا تر لاسه کړي. جنجوعه امريکا ته وړانديز کړی، ترڅو د افغانستان روانې جګړې ته سياسي حل پيدا کړي.

ياد پاکستانی جنرال په داسې وخت دغه څرګندونې کوي، چې تېره ورځ د امريکا استخباراتي ارګانونو په راتلونکي کال کې، د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې د طالبانو له خوا د خونړويو بريدونو خبرداری ورکړی.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top