د فرانسې ولسمشر: ټرمپ د بیت المقدس په اړه تېروتنه وکړه موږ یې نه کوو

 د فرانسې ولسمشر: ټرمپ د بیت المقدس په اړه تېروتنه وکړه موږ یې نه کوو



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۷مه) د فرانسې ولسمشر ویلي، امریکا د فلسطین او اسراییلو په اړه ستره تېروتنه کړې ده.
 
ښاغلي ایمانویل مکرون په وینا، دا چې امریکا بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه وپېژانده یوه ستره اشتباه یې وکړه او فرانسه به هېڅ وخت دغه تېروتنه ونه کړي.
 
 
هغه تیره ورځ د فرانسې د یهودانو له یوې ډلې سره په خبرو کې وویل؛ د ټرمپ دغه اقدام هلته ستونزه نه شي حل کولی.
 
 د یهودیانو دغه ډلې د فرانسې له ولسمشر غوښتنه کړې وه، چې فرانسه دې هم بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه وپېژني.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top