"راتلونکی کال به، طالبان د کابل په شمول په نورو ښارونو کې خونړي بريدونه تر سره کړي"

"راتلونکی کال به، طالبان د کابل په شمول په نورو ښارونو کې خونړي بريدونه تر سره کړي"



روهي (پنځه نۍ/۱۷ د کب)، د امريکا د متحدو ايالتو استخباراتي ارګانونو په راتلونکي کال کې د کابل ښار په شمول، د هېواد په نورو لويو ښارونو کې د طالبانو له خوا د خونړيو بريدونه وړاندوينه کړې ده.

دغه استخباراتي ادارې که څه هم په اوس وخت د افغان امنيتي ځواکونو په غښتلتيا او په جګړه کې د دوی پر وړاندې تګ باور لري، خو بيا هم د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې د خونړيو بريدونو خبرداری ورکوي.

د امريکا متحده ايالتو د ملي امنيت ادارې مشر دن کوتس وايي، "افغان امنيتي ځواکونه به د بهرنيو ځواکونو په ملاتړ د افغانستان د ډېری سيمو امنيت وساتلی شي، خو په پاکستان کې خوندي ترهګر به په افغان خاوره او په ځانګړې ډول په کابل کې د بهرنيوو او کورنيو ځواکونو پر وړاندې سخت بريدونه تر سره کړي."

له بلې خوا، د امريکا په سنا جرګه کې يو شمېر سناتوران د افغان ځواکونو په وړتيا باور لري او هيله يې ښودلې ده، چې راتلونکی لمريز کال به د افغانستان لپاره د امن کال وي.

په تېر ميلادي کال کې په افغانستان کې په جګړه کې د ملکي کسانو د مرګ - ژوبلې شمېره لس زره ښودل شوي، چې د نړيوالې ټولنې اندېښنې يې را پاوراولې دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top