د امريکا په يو شمېر ښارونو کې، توپان رڼا ورځ تېاره کړې ده

د امريکا په يو شمېر ښارونو کې، توپان رڼا ورځ تېاره کړې ده



روهي (پنځه نۍ/۱۷ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو په ختيځو ساحلونو کې د سختو توپانونه له امله د يو شمېر ښارونو د اوسېدونکو ژوند له ګواښ سره مخ او تر اوسه يې ماليي زيانونه هم پېښ کړې دي.

کابو د يوې اونۍ راهيسې د ختيځې امريکا په ساحلي برخو کې توپانونه لګېدلي، چې په ځينو سيمو کې بريښنا پرې کړي، سړکونه يې بند او تخريب کړي او همدرنګه شخصي او دولتي تاسياستو ته يې زيان اړولی دی.

توپانونو د بحر د اوبو څپي او موجونونه زيات کړي، چې په نېږدې پرتو سيمو کې د اوسېدونکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی. په اسمان کې تندر اوبرېښنا او د بحر د اوبو څپو د امريکا د دغه ښارونو عادي وضعيت په يو ويرونکي حالت بدل کړی دی.

د روانو توپانو دوام کولی شي، چې په زيات شمېر ځاني او مالي تلفات له ځان سره ولري، خو ايالتي ادارې د بیړنيو مرستو او د مخنيوي په لارو - چارو بوختې دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top