کندهار: د سپین بولدک پر امنیه قومانداني ډلییز برید شوی

کندهار: د سپین بولدک پر امنیه قومانداني ډلییز برید شوی



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۷مه) د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ پر امنیه قومانداني ډلییز برید شوی.

ویل شوي، چې په دغه برید کې څلور کسان وژل شوي او ځینې نور ټپیان دي.

هلته امنیتي مسوولینو ددغه برید پخلي کړی دی.
 
 د امنیتي سرچینه په وینا، په دغه برید کې تر اوسه دوه پولیس شهیدان شوي او دوه نور ټپيان دي.

معلوماتو له مخې، وسله والو لومړی د امنیه قومانداني وداني ته څېرمه د موټر سایکل بم په وسیله چاودنه ترسره کړل.

ددې پېښې مسوولیت لا تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستې 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top