وکيلانو ته د خپل بايللي باور د تر لاسه کولو يو بل چانس

وکيلانو ته د خپل بايللي باور د تر لاسه کولو يو بل چانس



راتلونکې چهارشنبه د کب په ۱۶مه نېټه د ملي شورا اوسنۍ دوره د يوه بل کال لپاره تمديديږي او په کار پیل کوي او د راتلونکې شنبې پر ورځ به د پارلمان د اداري پلاوي ټاکنې ترسره کيږي.

پارلمان د يوه جمهوري دولت درېيمه پايه يا قوه ده، خو د دغې قوې کارونه او کړنې هغه وخت اغيزناکې تماميږي چې درې واړه قوې په متحد شکل د ملي ګټو د ترلاسه کولو لپاره په ګډه او پوره همغږۍ کار وکړي. تېر کال زمونږ د دولت یوه لويه ستونزه دا وه، چې د پارلمان او حکومت تر منځ مو يوه لويه کشاله او جنجال و، چې تل يې يو پر بل تورونه پورې کول او يو بل ته يې خنډونه جوړول چې همدا جنجالونه د ډول ډول پرمختګونو پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي. تېر کال يو شمير وکيلانو د حکومت خلاف په بېلابېلو نومونو غونډې وکړې او د لاريونونو خبرداری يې ورکاوه، چې دې کارونو ملت مايوسه او نااميده کړ او په پارلمان د خلکو بارو نور هم کم شو.

د دې کړنو يو لامل هم د پارلمان د ځینو مخکښو وکيلانو؛ لکه: همايون همايون، حاجي ظاهر قدیر او ځينو نورو عقده يي کارونه وو، چې له حکومت سره د دوی خپلو شخصي عقدو له کبله د پارلمان او حکومت تر منځ د بې باورۍ فضا رامنځ ته شوه. د دې تر څنګ يو شمير نورو وکيلانو چې د ګوندي يا شخصي ګټو په خاطر يې له موجوده حکومت سره ستونزې لرلې، پر حکومت د فشار راوړلو په موخه یې پارلمان په ځانګړې توګه ولسي جرګه سنګر وګرځاوه، چې له يوې خوا د حکومت ځينې کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ شول او له بلې خوا پر وکيلانو د خلکو اعتماد او باور کم او لا کمېږي.

راتلونکې چهارشنبه پارلمان بيا خپل کاري کال پيلوي او د شنبې په ورځ به د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره ټاکنې تر سره شي. باوري يم او له ډيری وکيلانو مو هم اوریدلي دي، چې د تېر کال د اداري پلاوي له ځينو کړنو راضي نه وو، نو اوس چې سر وخت دی، هیله ده چې وکيلان د اداري پلاوي په ټاکلو کې غور وکړي، هغه کسانو ته رايه ورکړي، چې د حکومت، قضا او خلکو سره د ښو اړيکو د ساتلو تجربه او رويه ولري او د خپلو شخصي ګټو او عقدو د پاللو په خاطر د ملت په منځ کې د پارلمان او محترمو وکيلانو نوم له بدنامۍ سره مخ نه کړي. مونږ په پارلمان کې ډېر د نوم او وياړ وکيلان لرو، چې تل يې د ملي ګټو، ملي ارزښتونو او د هیواد د سرلوړۍ او عزت لپاره هڅې کړې دي. يوازې يو څو د ګوتو په شمار وکيلان دي، چې په پارلمان يې د خلکو باور کم کړی او د دوی هرې کړنې ته د شک په سترګه ګوري.

اوس نو دا انتخاب هم د وکیلانو په لاس کې دی، چې په دې حساسو شرايطو کې چې فکر کيږي نظام او دولت به مو له سختو ناخوالو سره مخامخ شي، وړ، متعهد او باوري کسان د اداري پلاوي په توګه وټاکي؛ تر څو له يوې خوا په راتلونکو احتمالي ګواښونو کې حکومت، پارلمان او قضائيه قوه يو بل ته د خنډونو او ستونزو د جوړولو پر ځای متحد او يو ځای و اوسي او له بلې خوا پارلمان د خلکو تر منځ خپل بايللی يا بايلونکی باور بيرته پر ځای او ټينګ کړي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top