پر شهزاد ای سي سي د دوه لوبو بندیز ولګاوه

پر شهزاد ای سي سي د دوه لوبو بندیز ولګاوه



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۶مه) د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه کړې، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله تکړه لوبغاړی شهزاد محمدي به په راتلونکو دوو لوبو کې نه لوبیږي.
 
ویل شوي، چې ښاغلي شهزاد د روانو غوراوي سیالیو کې له مقابل لوبغاړو سره خوله وهلې ده.
 
ای سي سي له همدې امله، نوموړی راتلونکو دوه لوبو جزایی کېنول شوی دی.
 
تر اوسه په دې افغان کرکټ بورډ څه نه دي ویلي.

د شهزاد محمدي پر ځای افسر ځاځی زمبابوی هېواد ته تللی دی.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top