افغان کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه په دوو منډو ماتې وخوړه

 افغان کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه په دوو منډو ماتې وخوړه



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۵مه) د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي سیالیو کې افغان ملي لوبډلې له کوربه هېواد زیمبابوې څخه په دوو منډو ماتې وخوړه.
 
په لوبه کې زیمبابوې لومړی بیټینګ کړی او افغانستان ته یې ۱۹۷ منډې هدف وټاکه.
 
افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۴ منډې جوړې کړې.
 
د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې افغانستان تر دې مخکې یې لومړی لوبه د سکاټلنډ په وړاندې بایللې وه.
 
ویل شوي، چې باید افغانستان له هانګ کانګ او نیپاله خپلې راتلونکې دوه لوبې وګټي او بیا منتظر پاتې شي، څو دا دوه سیالان یې خپلې راتلونکې لوبې هم وبایلي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top