اشتها مو له څه شي سره تړاو لري؟

اشتها مو له څه شي سره تړاو لري؟



د کولمبیا پوهنتون څیړونکو په هډوکو کې هغه حجرې موندلي چې د اشتها سره یو ډول تړاو لري.
 
یادو روغتیاپالانو د کلونو راهېسې د هډوکو په اړه څیړنې پيل کړې وي چې د څو کلونو هڅو وروسته دې نتیجې ته ورسیدل چې د انسان په اسکلیټ یا هډوکو کې داسې هورمونونه شته چې بدن ته د انرژۍ په ورکولو کې مهم رول لري.
 
د دوی د معلوماتو له مخې هډوکي د ستیوکلسین په نوم هورمون ترشح کوي چې دویني قند منظموي.
 
څیړونکوو خپلې څیړنې د یوه موږک د هډوکي په جوړونکو حجرو وکړي چې د یوه ځانګړي جین په غیر فعالولو ورسته ورته معلومه شوه چې د موږک اشتها ډیره کمه شوې.
 
د کولمبیا پوهنتون د طبي مرکز څېړونکي وايي د هډوکو په جوړوونکو حجرو کې د دغه هورمون اندازه د غوړو حجرو ۱۰برابره ده.
 
دوی ته څرګنده شوه چې دا هورمون، چې (lipocalin 2) نومېږي، یو ډول پروتین دي چې له چاغښت سره ارتباط لري.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top