افغان کرکټ لوبډله سبا له زیمبابوې سره لوبه لري

 افغان کرکټ لوبډله سبا له زیمبابوې سره لوبه لري



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۴مه) افغان کرکټ لوبډله سبا د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په دوهمه لوبه کې د کوربه هېواد له زيمبابوې سره لوبه کوي.
 
افغان لوبډلې تېره ورځ پخپله لومړۍ لوبه کې له سکاټلینډ څخه د ۷ وایکټو په توپير، ماته وخوړه، خو زيمبابوې بیا پخپله لومړۍ کې نیپال ته په ۱۱۶ منډو ماتې ورکړه.
 
افغان لوبډلې له دې سیالیو وړاندې، په متحده عربي اماراتو کې زیمبابوې ته د دوو ۲۰ اوریزو او پنځو يو ورځينو لوبو په سیریز کې ماته ورکړې ده.
 
د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام غوراوي پړاو سیالۍ تېره ورځ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ په پېل شوې دي.
 
ویل شوي،چې له ډلې به یې دوه لوبډلې نړیوال جام ته لار پیدا کوي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top