که دشپې مهال خوب نه درځي نو داسې وکړئ!

 که دشپې مهال خوب نه درځي نو داسې وکړئ!



روغتیا پالان وایې، د شپې مهال هغه خواړه چې تاسو یې خورئ ستاسو په خوب په مستقیم ډول مثبت او منفي اغیزه لري.
 
د دوی په باور هغه کسان چې خوب یې غیرې منظم وي او یا هم بیخي خوب نه ورځي او یوازې په بستره کې په ساعتونو ساعتونو اوړي راوړي او خوب نه ورځي نو شیده او ماسته خوړل مو د منظم خوب ضمانت کوي، هغه ځکه چې هر کله په وجود کې کلسیم کم شي نو بیا انسان سم خوب نه شي کولې چې شیده او ماسته په پراخه پیمانه کلیسیم لري.
 
له دې سربیره شنه سبزي لکه کاهو او نور شنه پاڼه لرونکي ترکاري، کیله، نخود او چارمغز چې کافي اندازه کلسیم لري ستاسو د خوب په منظموالي کې مرسته کوي.
 
له دې سربیره کاهو او شنه سبزي هم د خوب لپاره ګټوره ده. د شپې له خوا کاهو او کاهو ته ورته نورې شنې پاڼې ترکارۍ خوړل ستاسو د وجود کلسیم زیاتوي او که کلسیم مو کم وي ښه خوب نه شئ کولی.
 
څیړني ښیي که له پورته خوړو سربیره د شپې له لورې سابه او وریجي وخوړل شي تر نورو ژر خوب درولي خو که غواړۍ خوب مو وتښتي نو لوبیا، کافین او مساله لرونکي او غوړ لرونکي خواړه او خواږه مشروبات وخورئ.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top