غواړئ سترګې مو سلامتې او تیز نظر ولرۍ؟

غواړئ سترګې مو سلامتې او تیز نظر ولرۍ؟



سترګې د وجود هغه عضوې او نازکه برخه ده چې په کمې بې غورۍ سره په کراره ـ کراره د نظر کموالي او ړندیدو سبب ګرځي.
 
روغتیا پالان په دې باور دي که دغه لارې چارې تعقیب کړۍ د سترګو د نظر د کمزورتیا څخه به په بشپړه توګه وژغورل شئ:
 
۱ـ زیاتې اوبه څښل.
د انسان په بدن کې د اوبو کموالی د دې لامل ګرځي چې د سترګو ګاټي او نورې داخلي برخې وچې کړي او دغه چاره بیا د سترګو د ناروغیو سبب ګرځي.
 
روغتیا پالان په دې اند دي که په اوسط ډول د ورځې ۸ ګیلاسه اوبه وڅښل شي نه یوازې د سترګو له ناروغۍ به امان شې بلکې د عمومي روغتیا سره ـ سره به د پوستکي او جنسي قوت د کمزوتیا هم وژغورل شئ.
 
۲ـ د تازه میوه جاتو او سبزي جاتو استعمال:
په تازه میوو او سبزیجاتو کې شته ویټامینونه او منرالونه د سترګو د غذايې اړتیا په پوره کولو سره د سترګو د نظر د کموالي په وړاندې مقاومت کوي او سترګې مو سالمې ساتي.
 
۳ـ سګرټ مه څکئ.
که غواړۍ چې روغې سترګې ولرئ نو سګریټ مه څکوئ ځکه چې سګریټ څکول مو د سترګو اوبه وچوي او د تیز نظره مو بې برخې کوي.
 
۴ـ دموبایلونو او کمپيوټرونو له ډیرې کارونې ډډه کول.
په مسلسله توګه د کمپوټرونو او سمارت فون کارونه سترګې خرابوي نو باید ددې او نورو الکترونیکي وسایلو په کارونه کې لږه دمه وکړو، ترڅو د سترګو د یادې ناروغۍ وژغول شو.
 
دهمدې کار لپاره یو اسانه فارمول له ځان سره واخلئ:
(د۲۰- ۲۰- ۲۰) فارمول یعنې دهرو شلو دقیقو وروسته شل فوټه لرې دشل ثانیو لپاره وګورئ، سترګې به مو روغې پاتې شي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top