د کرکټ افغان ملي لوبډله نن له سکاټلنډ سره لوبه لري

 د کرکټ افغان ملي لوبډله نن له سکاټلنډ سره لوبه لري



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۳مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د ګډون لپاره نن غوراوي په ټورنمنټ کې له سکاټلنډ سره خپله لومړۍ لوبه لري.
 
د کرکټ نړیوالې شورا د وېب پاڼې معلوماتو له مخې، افغانستان د هانګ کانګ، نیپال، زېمبابوې او سکاټلنډ سره په "ب" ګروپ کې دی.
 
هالنډ، پاپوانیوګېني، متحده عربي امارات او ویسټ اینډيز په "الف" بیا په ګروپ کې دي.
 
ویل شوي، چې په دې تورنمنټ کې د کرکټ لس لوبډلې برخه لري او وروستي درې ګټونکي ټیمونه به د سوپر شپږ په نوم سیالیو ته ووځي.
 
د لوبې د کرکټ د نړیوال جام سیالیو لپاره ترسره کېږي، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال به جوړیږي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top