نړۍ د کلتور په زړه پورې هېنداره کې

نړۍ د کلتور په زړه پورې هېنداره کې



- په کوریا کې ترهغه پورې د خپل دفتر نه کور ته نشې تللی ترڅو ستا مشر نوي تللی.

- په مکسیکو کې که څوک کورته بلنه درکړي نوباید نیم ساعت وروسته له ټاکلي وخته ورشې او باید له ځان سره د ګلانو ګېډۍ یا هم خواږه توکي ولرې.

- په جاپان کې د ډوډۍ په سرباندې خبرې کول ښه کار ندی او هېڅکله هم وریجې د نورو خوراکي توکو او اوبو سره یوځای نشې خوړلی. د تل لپاره به خلکو ته څیزونه په طاق شمېره ورکوې.

- په جرمني کې به ترهغه ډوډۍ نه پیلوې ترڅو د کور خاوند نه وي پیل کړې او یاهم د *ښه اشتهاولرې* غږ نوي شوی. په لوښي یا قاب کې به ټول خواړه ختموې او وروسته به قاشق پنجه او چاړه د پلېټ د پاسه داسې اېږدې چې چاړه د پاسه راشي.

په مصر کې به هېڅکله په خوراکي توکو باندې مالګه یا هم مرچ نه اچوې ځکه دغه کار د اشپز سپکاوی بلل کيیي. د ډوډی په پای کې به یوڅه خوراکي توکي په قاب کې پريږدې کنه د کور خاوند درته نور هم راوړي. او کله چې د څښلو څیزونه درته وړاندې کيژي باید ویې منې کنه د همغه کوربه د نه منلو معني ورکوي.

- په چين کې به همېشه د خوراکي توکو لوښی یا هم پلېټ د ډوډۍ خوړلو په وخت کې خولې ته نژدې نیسې او د ډوډۍ پر سر باندې که څوک و غرقیګي ددې معني لري چې د ډوډۍ نه یې ښه خوند اخیستی نو پرځان یې باید بده ونه لګوې. په چین کې ۴ ځکه بدبخته لمبر دی چې د مرګ معني ورکوي او خلک د امکان ترحده زیار باسي ترڅو دغه لمبر په لېفتو، ادرسو، د موبایل شمېرو، پېژندپاڼو کې ونه کاروي او ۸ نمبر همېشه د بخت لمبر دی.

په هند کې به هېڅکله لومړۍ بلنه نه منې. ډوډۍ به همېشه په ښي لاس خورې او په پای کې به یوڅه خوراکي توکي په قاب کې پرېږدې کنه ددې معني ورکوي چې لا موړ شوی نه یې.

- په نایجېریا کې نارینه ښځینه ته ډالۍ نشي ورکولی او که کوم نارینه غواړي کومې ښځې ته ډالۍ ورکړي نو باید د مور، خور او یا هم بلې ښځینه له لارې یې ورته ولیګي.

- په متحده عربي اماراتو کې باید د کاروباري غونډې نه مخکې دری یا څلور ځلې د غونډې د ګډونوالو سره وګورې ترڅو یو دبل سره اشنا شئ، کنه د غونډې د ګډونوالو سره د کاروبار پورې اړوند خبرې نشې کولی.

- په هسپانیه کې په دواړو غومبورو مچي کول د سلام په مانا دی، يانې کچېرې کومې ښځې یو ځل په یوه غومبوري مچي کړې بیا پر بل نو هغې په حقیقت کې سلام درته اچولی داسې نه چې ته بل سوچ وکړې.

- په ایرلېنډ، امریکا او یا هم انګلستان کې د دندې د پیداکولو لپاره هېڅکله خپل شخصي معلومات لکه د زوکړې نېټه، جنسیت، مدني حالت او انځور پخپله سي- وي کې مه ځاي پرځای کوه.
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top