ننګرهار: د طالبانو یوې نوې ډلې شپې پاڼې خپرې کړې دي

ننګرهار: د طالبانو یوې نوې ډلې شپې پاڼې خپرې کړې دي



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۲مه) د ننګرهار ولایت په ځینو ولسواليو کې داسې پاڼې موندل شوې چې د ملا منصور د پلويانو په نوم د وسله والو طالبانو د يوې نوې ډلې د رامنځته کېدو ښکارندويي کوي.
 
ویل شوي، چې دغه پاڼې د ننګرهار خوږياڼو، پچيراګام، چپرهار او يو شمېر نورو ولسواليو کې ځايي خلکو ترلاسه کړې دي.
 
 وسله وال طالبان بيا دا د حکومت د استخباراتو کار بولي او وايي، د دوی په ډله کې هېڅ کوم درز نه دی رامنځته شوی.
 
 د ملا اختر محمد منصور د پلويانو په نوم خپره شوې دغې پاڼه کې د طالبانو له اوسنۍ رهبرۍ شکايتونه راغلي دي.
 
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی هم دا موضوع تاييدوي او وايي، له ځينو ولسواليو داسې راپورونه ترلاسه شوي دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top