د زیتون تیلو حیرانونکې ګټې!

 د زیتون تیلو حیرانونکې ګټې!



نوې څیړنې ښيې چې زیتون تېل د وینې لوړ فشار نارملوي او بدن ته یو خاص قوت وربښي.
د لندن په هارټ فاونډيشن ادارې په چنګښو یاده څیړنه ترسره کړې او دې پایلې ته رسیدلي چې زیتون د وینې لوړ فشار ښکته کوي.
د روغتیا پالانو په باور د انسان په بدن کې د اسید یا مالګې په زیاتوالي سره په وجود کې کولیسټرول پيدا کیږي چې له امله یې انسان له زیاتو ناروغیو سره مخامخ کیږي چې دزیتونو تیلو په استعمال سره مالګې کمیږي او د ناروغیو مخنیوی کوي.
په چین کې هم همداشان څیړنه ترسره شوې چې که زیتون تیل په خپل پوستکي وموښل شي او یا د سلات یا نورو خوړو کې ګډ شي نو دجود لپاره ډیره ګټور ثابتیدای شي.
ویل کیږي چې زیتون تیل ددې سربیره دویښتانو دسپینوالي یا تویېدو لپاره که په سر ووهل شي ډیر ګټور دي او همدا شان دزخم د پړسوب د مخنیوي لپاره هم اغیزمن درمل دي.
زیتون تېل د پوستکي د ګونځو، نرمولو، دپوستکي سرطان او د زړه ناروغیو لپاره هم ګټور دي.
هیره دې نه وي چې د زیتون تېلو یادونه په قران کریم کې هم شوې او اوسنی ساینس یې هم په ګټورتوب قایل دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top