له سي اِن اِن ټلوېزون سره د ولسمشر محمد اشرف غني د ورستۍ مرکې مهم ټکي

له سي اِن اِن ټلوېزون سره د ولسمشر محمد اشرف غني د ورستۍ مرکې مهم ټکي



له سي اِن اِن ټلوېزون سره د ولسمشر محمد اشرف غني د ورستۍ مرکې مهم ټکي
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
تېره ورځ د مارچ د مياشتې به دويمه نېټه افغان ولسمشر محمد اشرف غني له سي اِن اِن ټلوېزون سره په خپلې ورستۍ مرکې کې، په افغانستان کې د ښځو د حقوقو، په حکومت کې د ښځو پر ونډې، له طالب وسله والو سره د سولې په خبرو، له ۲۰۱۴ وروسته د امنيتي ځواکونو په مسووليت او په افغانستان کې د ملکي کسانو د مرګ - ژوبلې په اړه مرکه کړي.

ولسمشر غني سي اِن اِن ټلوېزون سره په خبرو کې ويلي، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې په هره ناسته او د سولې د خبرو په پروسو کې به افغان ښځې پراخه او فعاله وڼده ولري. ولسمشر غني د سولې په خبرو کې د ښځو په رول ټېنګار کړی او ښځې يې د سولې د خبرو يو مهم فکټور ياد کړی.

جمهوررئيس په اوسني حکومت کې د افغان ښځو د ونډې په اړه ويلي، "لس ښځې په اوسني افغان حکومت کې د مرستيال وزيرانو په توګه، پنځه ښځې په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان د سفيرانو په توګه او درې افغان ميرمني د کابينې د وزيرانو په توګه دندې تر سره کوي. دوی په ورسپارل شويو مسووليتونو کې فعال دې او هڅه کوي، چې د سولې د خبرو په پروسو کې هم فعاله ونډه ولري."

سي اِن اِن د سولې په خبرو کې د افغان ښځو د برخې اخېستنې په اړه ليکي، چې ښايي د سولې په پروسه کې د افغان ښځو ونډه د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي، دا ځکه چې وسله وال طالبان له اسلامي لېدلوري ميرمنو ته د ټولنې د دويمې طبقې د خلکو په ډول ګوري.

د کابل پروسې په دويمه ناسته کې د ولسمشر غني د څرګندونو په اړه سي اِن اِن زياتوي، "په افغانستان کې د ښځو او نارينو ترمنځ مساوي حقوق شتون نه لري او ولسمشر غني په جدي ډول سره د ښځو له حقوقو دفاع کوي. ولسمشر غني د کابل پروسې په دويمه ناسته کې طالبانو ته د سولې د خبرو وړانديز وکړ او له پر دوی غږ يې وکړ، چې د سولې د خبرو له پيل څخه وړاندې افغان حکومت هېڅ ډول شرط طالبانو ته نه مخ ته کوي او که چېرې جګړه بس کړي، نو د يوې سياسي ډلې په توګه به، په رسميت په وپېژندل شي."

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو، د افغان ځواکونو له خوا د پوځي عملياتو او د جګړې د مسووليت د اخېستلو په اړه ولسمشر غني سي اِن اِن ټلوېزون ته ويلي، "څه دې پاسه سل زره بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل. مونږ دغه روانه جګړه مخ ته وړو، که وژل کيږو او که بريا تر لاسه کوو، خو له هېواد به دفاع کوو.

د لومړي ځل لپاره د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته، مونږ په ثابت ډول سره وړاندې تګ کوو، مونږ څلور کلن پلان لرو، مونږ په وړاندې تګ کې ناهيلې شوي نه يو بلکې په پوره باور او زوړورتيا سره وړاندې ځو. زمونږ د خلکو پر وړاندې د دښمن تاوترېخوالی او له تاوترېخوالې ډکې کړنې، د دوی قوت نه بلکې د دوی کمزورتيا په ګوته کوي "

د سي اِن اِن ټلوېزون د خبريالې د پوښتنې په ځواب کې، چې حکومت يوازې په لېرې پرتو ولسواليو کې ۱۸ سلنه حاکميت لري او نور واک يې د طالبانو او وسله والو مخالفينو په لاس کې دی، ولسمشر غني وويل، "زه په مکمل ډول له دې خبرې سره ناموافق يم، جنرال نېکلسن به هم له دې خبر سره موافق نه وي، دا له حقيقت څخه لېرې خبره ده. که چېرې د طالبانو په لاس کې ولسوالۍ حساب کړو، نو د ۴۰۰ ولسواليو څخه دوی د نهو يا د دولسو ولسواليو واک له ځان سره اخېستی دی، خو دوی نه دي توانېدلي، چې کوم ولايت او يا هم د ولايت مرکز په خپل واک کې راولي."

ولسمشر غني د طالبانو د هغه خبرو په ځواب کې چې ويلي وو، د کابل پروسې ناسته او په هغې کې دوی ته شوي وړاندېزونه منطقي نه وو بلکې د دوی پر وړاندې دسيسه وه، سي اِن اِن ته وويل، "هره هغه وسله واله ډله چې د تاوترېخوالي څخه په ډکو عملونو سره ملکي کسان وژني او بيا يې مسوليت په خپله غاړي اخلي، نو دوی د هر څه په اړه مبالغه کوي. د ملکي کسانو وژنه په حقيقت کې د قوت نه بلکې دضعف نښه ده."

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top