انورالحق احدي: ولسمشر د عطا محمد نور د ګوښه کولو قانوني صلاحيت نه لري

انورالحق احدي: ولسمشر د عطا محمد نور د ګوښه کولو قانوني صلاحيت نه لري



روهي (نۍ/۱۲ د کب)، د ماليې پخواني وزير او اوس مهال د نوې ملي جبهې مشر انورالحق احدي په خپلو ورستيو څرګندنو کې ويلي، چې ولسمشر په قانوني ډول سره د عطا محمد نور د لېرې کولو صلاحيت نه لري.

احدي د جمهور په نوم له خبرې وېب پاڼې سره په خبرو کې ويلي، چې ولسمشر دا صلاحيت لري، چې يو والي له دندې ګوښه کړي او يا يې هم وټاکي، خو به هغه صورت کې چې حکومت ټاکنيز وي نه ائتلافي.

احدي وايي، "د اساسي قانون مطابق ولسمشر د واليانو د لېرې کولو صلاحيت لري، خو ستونزه دا ده، چې اوسنی حکومت د اساسي اړوند منځ ته نه دی راغلی. اوسنی حکومت يو ائتلافي حکومت دی، ائتلاف يوازې د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبداله عبدالله ترمنځ نه دی شوی، بلکې دا د دوو ډلو ائتلاف دی، چې عطا په يوې ډله کې لوپوړی کس دی، نو په قانوني ډول ولسمشر د عطا محمد نور د لېرې کولو صلاحيت نه لري"

احدي همدا ډول د ملي يووالي حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر په پالېسيو نېوکه کړي، نوموړی وايي، چې د حکومت کومه برخه سمه روانه ده، چې د دوی بيا د اصلاحاتو په موخه د بلخ والي له دندې لېرې کوي.

احدي د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو - اترو په اړه وويل، "حکومت طالبانو ته د سولې کومه نوي طرحه نه لري او هغه څه يې چې وړاندې کړي دي، کومه عملي بڼه نه لري. په افغانستان کې جګړه ورځې تر بلې د سختوالي او ډېردو په حال کې ده، او افغانستان د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرار لري."

انور الحق احدي همدا ډول ويلي، چې غواړي او اراده لري، ترڅو د ۲۰۱۹ ز کال د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند شي او په همدې موخه يې هڅې شروع کړي دي، چې يوه قوي ټاکنيزه ډله رامنځ ته کړي.

انور الحق احدي د ملي يووالي د حکومت له لومړي ورځې څخه مخالف وو او په هغه وخت کې يې، د افغانستان نوې ملي جبهې په نوم يو اپوزېسيون هم جوړ کړ.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top