دګنجیتوب یا ویښتانو تویېدو بریالۍ درملنه موندل شوې

دګنجیتوب یا ویښتانو تویېدو بریالۍ درملنه موندل شوې



کنجیتوب یا دویښتانو توېیدل نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې او خصوصآ په نارینه و کې دغه ستونزه ډیره ترسترګو کیږي چې دانسان ښکلا زیانمنوي.

خو دهمدې ستونزې دحل لپاره د سویلي کوریا څیړونکو دیوې څېړنې په جریان کې موندلي چې دوېښتانو بېرته ودې او شنه کېدو راز موندلی.
څیړونکو یاده تجربه دلومړي ځل لپاره په موږکانو وازمویله،چې دانسانانو لپاره هم دتطبق وړه ده.

څیړنه د سویلي کوریا په یونسي پوهنتون کې د۲۸ ورځو په موده کې په موږکانو وازمویل شوه او په پای کې وموندل شول چې دموږکانو دويښتانو وده بیرته له سره پيل شوه.

دغه( بایوکېمېکل پي ټي ډي – ډي بي اېم) نومول شوی چې د پروتین دوه مختلفو ډولونو یو ځای کولو سره کار کوي. دغه دوه پروټینونه کله چې یو ځای شي نو د بدن هغه فعالیت چې ټپ رغوي او د وېښتانو له سره وده زیاتولو کې مثبته مداخله کوي.

دغه بایوکېمېکل د وېښتانو له منځه تلو څخه مخنیوی کوي او د بېرته شنه کېدو او ودې عمل جاري ساتلو کې د پام وړ مرسته کوي.

څېړونکي وايي چې دغه موندنه داسې درمل جوړولو کې مرسته کولای شي چې نه یوازې له گنجي سره بلکې د پوټکي اغېزمن شوي نسجونو بېرته ژوندي کولو کې به هم د پام وړ مرسته وکړي.

اوسمهال څېړونکي د دغه بایوکېمېکل په اړه په دې څیړنه کوي چې ایا د بدن په نورو برخو ناوړه او منفي اغېز لري که نه؟

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top