د غازي امان الله خان او ولسمشر غني په اړه، د امر الله صالح له توهين ډکې څرګندونې

د غازي امان الله خان او ولسمشر غني په اړه، د امر الله صالح له توهين ډکې څرګندونې



د غازي امان الله خان او ولسمشر غني په اړه، د امر الله صالح له توهين ډګې څرګندونې
شمس رحمانزی 

د ملي امنيت پخواني رئيس او اوس مهال د افغانستان د زرغون بهير مشر امرالله صالح، د افغانستان د پخواني پاچا غازي امير امان الله خان او ولسمشر محمد اشرف غني په اړه پرتليز څرګندونې کړي.

امرالله صالح دغه څرګندونې په خپلې فېسبوک پاڼې ليکي او په لسو مواردو کې يې، ولسمشر محمد اشرف غني له پخواني پاچا امير امان الله خان سره پرتله کړی دی، چې تر ډېر يې څرګندونې د دواړو پر وړاندې له توهين او سپکوي ډکې ښکاري.

صالح د افغانستان په تېر تاريخ نېوکه کړي. د نوموړي په وينا چې د هېواد په ښوونځيو او پوهنتونو کې تاريخ په ناقص ډول سره تدريس کيږي، چې د ټولنې پوهه کسان هم د افغانستان رېښتني تاريخ ته لاس رسی نه لري.

صالح د امان الله خان په اړه وايي، "امان الله خان د اروپا له سفر وروسته، د هغه هېوادونو له پرمختګ څخه اغېزمن شوی وو، د نوموړي په فکر د افغانستان خلک په فکري ډول ډېر وروسته پاتې وو. امان الله خان په اجماع باور نه درلود، د خلکو د ذهنونو له سمونې وړاندې يې د بنسټونو په سمونه پيل وکړ. اوس اشرف غني غواړي پر ته د خلکو له اجماع څخه، په افغانستان کې هم د امريکا او نړيوال بانک دندو د وخت فکر وکړي، او په افغانستان کې د امان الله خان نيمګړی فصل مکمل کړي."

صالح بل ځای ليکي، "امان الله خان د وخت لويې جرګې ته درناوی ونه کړ او د جرګې ډېری غړي له کابل څخه ګېلامن لاړل، نو اوس هم اشرف غني د امان الله خان په پل قدم پیل کړی او د ولسي جرګې هېڅ پرېکړې ته درناوی نه لري."

نوموړي همدا ډول ويلي چې، هر هغه کس چې په غازي امان الله خان باندې به يې نېوکه کوله، نو امان الله خان به ورته بې پوهې او نادان ويل، اوس هم هر هغه څوګ چې نېوکه کوي، نو بايد ورته نادان وويل شي، دا ځکه چې په افغانستان کې د امان الله خان نېمګړی فصل مکمل کيږي.

امر الله صالح په يو بل ټکي کې، ولسمشر غني او شاه امان الله خان سره داسې پرتله کوي، "امان الله خان له دين څخه خپل تفسير درلود او د وخت د علماء سره په ټکر کې وو. امان الله خان پرځای دا دې چې، په دين کې لاس وهنه ونه کړي او دين ملايانو ته پرېږدي، هر وخت به يې داسې انګېرله چې له ملايانو ډېر پوهيږي. دغه چاره اوس د اشرف غني په وجود کې هم ده. خو خلک د دين په اړه له اشرف غني څخه هېڅ ډول توقع نه لري."
د صالح په وينا، چې امان الله خان په خارجي سياست کې په ځان ډېر حساب کولو او ولسمشر غني هم د امان الله خان د نېمګړي فصل د تکمل په موخه د نوموړي په لار روان دی. خو هر هغه مشر چې فکر کوي، بهرنی سياست ثابت دی، لویه تېروتنه کوي.

د امان الله خان د واکمنۍ د سقوط په اړه امرالله صالح په خپله فېسبوکي لېکنه کې ليکلي دي، "امان الله خان نه غوښتل، يا يې ونه شوی کولی او يا يې هم د اجماع په جوړلو باور نه درلود، چې واکمني يې له منځه لاړه. که يوازې حبيب الله کلکاني د امان الله خان دښمن وای، نو پاچاهۍ يې سقوط نه کولو. له امان سره دښمني له قوم ورېخوا او د هېواد په کچه وه، چې پايله يې د نوموړي د سقوط سبب شو. د اشرف غني د انتقام لړۍ ډېر پسې اوږده شوه. آيا د امان الله خان نمېګړی فصل مهم دی او که اوسنی افغانستان؟"

امرالله صالح په داسې وخت کې دا څرګندونې کړي، چې تازه تېره ورځ، ولسمشر په ملي دفاع وزارت کې د سرتيري د ملي ورځې په لمانځ غونډه کې وويل، چې د ملي امنيتي سرتيرو په مټ به په افغانستان کې د غازي امير امان الله خان نيمګړی فصل تکميل کړم او د هېواد پرمختګ لپاره به ګامونه پورته کړم.

د ډېری افغانانو په اند هم، ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني ټولواک غازي امان الله خان په لار روان دی، خو څه ډول چې د غازي امان الله خان په وخت کې د نړۍ او سيمې هېوادونو د اسلام په نوم د ده پر ضد خلک راپورته کړل او د امان الله وړاندې تګ يې خنډونه جوړل کړل، په اوس وخت کې هم، د پرديو هېوادونو په اشارې، داخلي کړۍ د اسلام له نوم څخه په ګټې، د ولسمشر محمد اشرف غني پر وړاندې خنډونه جوړه وي او بغاوتونه کوي.

که افغان ولس په پوره دقت سره د بهرنيانو او داخلي سياسي کړيو کړنې ونه څاري، د حکومت ملاتړي نه شي، نو لېرې نه ده، چې د غازي امان الله په څېر به د ولسمشر غني واکمني هم سقوط وکړي او يا به يې رغنيز پلانونه په نيمه کې پاتې او هېواد به د سقاوي د دويم نسل په لاس کې کې ور شي.

Loading...
tags

  

  

د شمس الرحمن رحمانزي ژوند لیک

شمس الرحمن رحمانزی د ډګروال عبدالرحمن زوی چې، په ١٣٧٠ لمریز کال د وري د میاشتې په ٢٩ نېټه په کابل ښار کې زيږيدلی دی. په هېواد کې د کورنيو جګړو او ناخوالو په اوږدو کې خپل پلارني ولایت مرکز (متون) خوست ته کډه شوو. رحمانزي خپلې ل......
      

...

  

ستاسې تبصرې

*


Top