د سمنګانو پخوانی والي، د سولې عالي شورا پرځای، محکمې ته معرفي شو

د سمنګانو پخوانی والي، د سولې عالي شورا پرځای، محکمې ته معرفي شو



جمعه (۱۱ د کب)، د راپورونو په اساس، د سمنګان ولايت پخوانی والي عبدالکریم خدام، چې دوه اونۍ وړاندې د ولسمشر له لورې له دندې ګوښه شوي وو او اوس د ولسمشر د حکم په اساس محکمې ته معرفي شوی دی.

د سمګنانو پخواني عبدالکریم خدام د ولسمشر له حکم سرغړونه کړې وه او جمعيت ګوند ويلي وو، چې نوموړی به د سمنګانو د ولايت مقام له دندې وروسته، د سولې د عالي شورا د مرستيال په توګه وټاکل شي.

په تازه خبرونه کې ويل شوي، چې خدام د فساد په چارو کې ککړ وو او له همدې امله ولسمشر حکم کړی، چې نوموړي د فساد په تور محکمه شي.

د خدام په اړه ويل شوي، چې نوموړي د (خدام پطرولیم) په نوم يو شرکت درلود او له خپلې دندې څخه په ناوړه ګټې اخېستنې سره يې حکومتي قراردادونه ياد شرکت ته ورکول.

تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ او اسلامي جمعيت ګوند د خدام د محکمې په اړه په رسمي ډول څه نه دی ويلي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top