د بوتل او نل دې اوبو کيسه

د بوتل او نل دې اوبو کيسه



یوه کيسه دې هغې نړۍ په اړه چې په تولیدي او مصنوعي توکیو کې غرقه ده. خلک یې لګیاه دي یوه سیاره (ځمکه) له منځه وړي، دغه خلک یو بل له منځه وړي او حتی تفریح ته ځای او وخت نلري. خو ښه خبره داده چې: کله دغه خلک پیل وکړي چې په سیستم پوه شي، دوی ډیر فرصتونه لیدلی شي چې دغه ستونزې په حل لارو بدلې کړي.

آیا رښتیا هم دغه خلک دومره توکیو/شیانو ته ضرورت لري چې دا اوس یی کاروي؟ که هسې فکر کوي چې ورته ضرورت/اړتیا لري؟ که تاسې په یو ښار کې لکه کلیولند (Cleveland) کې ژوند کوی، او تاسې یو ګیلاس اوبه غواړی؟ آیا تاسې غواړی چې چانس مو وازمویی او د نل نه اوبه واخلی؟ یا تاسې باید د بوتل اوبو ته ځان ورسوی کوم چې د فیجي د تر او تازه ځنګلونو څخه راځي؟ آښه، فیجي برانډ اوبه دا ښکاره وه چې ځواب به مو همدا وي، د فیجي نوم وتي برانډ اوبه! دوی یو لوی کمپاین د اعلاناتو پدی برخه کې کړی، دا د اعلااناتو په نړي کې په یوه ګنګ حرکت بدل شو. کلیولنډ ښار څه وکړل؟ ټیسټونه یی وکړل تر څو د اوبو کیفیت معلوم کړي، او پوهیږي نتیجه څه وه؟ دغه ټیسټونو وښودله چې د فیجي دې اوبو دې کمپنۍ د اوبو کیفیت د ښار د نل د اوبو نه ښکته وو، مزه یی تر هغه بده وه او زرګونه چنده ګرانې وې.

دا یوه معمولي کیسه ده که تاسې هم دا کار وکړي او د بوتل او د نل د اوبو کیفیت ټیسټ کړي، شاید ورته نتیجه په لاس درشي. په ډیرو وختو کې د بوتل اوبه د نل د اوبو په نسبت کمې نظارت کیږي. په ډیرو ځایونو کې د نل اوبه د بوتل د اوبو په نسبت خورا ښه مزه لري او په ډیرو ځایونو کې خلک د بوتل اوبو ته ترجیح نه ورکوي.

د بوتلي اوبو کمپنۍ وايي دوی یواځې د مشتریانو تقاضا پوره کوي. اما، ولې خلک ناپیدار، کم مزه، قیمتي تولید ته زړه ښه کړي چې حتی کولي شي د کور په آشپزخانه کې یی مفت په لاس راوړي؟ د بوتل اوبه ۲۰۰۰ ځله د نل د اوبو په نسبت لګښت لري. دا لګښت له یو بل توکي سره پرتله کړی، آیا تاسې به یو ساندویچ په ۱۰ زره ډالر راونیسی؟ لا تر اوسه هم دې امریکا په متحده ایالاتو کې خلک له نیم میلیارد څخه زیات د اوبو بوتلونه په اونۍ کې اخلي.

ښکاره ده چې دا ټوله قیصه دې کمپنیو سره ده تر څو چې دا کمپنۍ دې چټکې ودې او پرمختګ د غښتلي کولو فکر لري دا کيسه به همداسې روانه وي تر څو دوی له زیات نه زیات توکي وپلوري. ډار په کار ده چې داسې وخت به راشي هوا به هم راباندې پلوري!

دغه کمپنیو ته څومره آسانه ده چې په خلکو کې ډار خپور کړي، د عدم مصوونیت احساس ورکړي او داسې وښیي چې اوبه مو صحي ندي او ستاسې ژوند ګواښي تر څو دوی وکولاي شي خپل غیر ضروري توکي په موږ وپلوري. د بوتلي اوبو د کمپنیو اول تکتیک همدا وو چې خلک يي د نل د اوبو څخه وویرول او د خپل تولید حقیقت یی ددې موضوع ترشا پټ کړ. آیا فکر مو کړي چې د بوتلي اوبو کمپنۍ دې غرونو، سیندنو او دې تروتازه طبیعت تصویرونو په کارولو موږ څنګه غولوي؟ د امریکا په متحده ایالاتو کې دریمه برخه د ټولو بوتلي اوبو په حقیقت کې دې همدغه نل څخه ډکوي، چې هلته داسې قیصې دي زموږ به څه حال وي!

په یوه تازه اعلان کې نیسلې کمپنۍ ویلي چې: بوتلي اوبه د چاپیریال پر وړاندې په ټوله نړۍ کې تر ټولو با مسوولیته مصرفي محصول دي. څه؟ دوي چاپیریال د تولید په دوران کې له منځه وړي، دا څنګه با مسوولیته محصول دی؟

ستونزه خو هلته شروع کیږي چې دوی تیل راوباسي تر څو د اوبو بوتلونه جوړ کړي. هر کال، یواځې د امریکا په متحده ایالاتو کې دومره تیل د بوتلو د تولید لپاره مصرفیږي چې یو میلیون موټرونو ته بس دي. دا ټوله انرژي چې د بوتلو په تولید او دنیا لیرې نقطو ته په وړلو مصرفیږي وګوری او بیا یې په یوه دقیقه کې څښلو ته؟ دا لویه ستونزه نده؟ په بله خوا کې، دغه بوتلونه بیا څنګه له منځه ځي، ۸۰ سلنه یی د کثافاتو ځایونو یا زباله ځایونو ته ځي چیرته چې دې کلونو لپاره هملته پراته ځکه پلاستیک په آسانه نه تجزیه کیږي او یا هم سوځول کیږي چې یو عالم زهري ککړتیا منځته راوړي. باقي ۲۰ سلنه یې هسې په نامه بیرته کارول کیږي چې خدای مو مه خبروه چې څنګه؟ یو چا ویلي چې ما په هند کې دې دغه بوتلونو دومره لوي انبارونه ولیدل چې سم غرونه ښکاریدل او وایی چې کاشکي د بوتلي اوبو کمپنیو د طبیعي غرونو د انځور تر څنګ په خپلو بوتلو او اعلانو کې دې دغه غرونو یو تصویر هم لګولی وی چې دا به حقیقت ته ډیر نږدې کار وی.

وایی د پیپسي کمپني معاون په ډاګه ویلی چې غټ دښمن د نل اوبه دي. دا ټولې کمپنۍ غواړي موږ فکر وکړو چې د نل اوبه چټلې دي او بوتلي اوبه یې ښه بدیل دی. دا ښکاره ده چې په ډیرو ځایونو کې د عمومي نلونو اوبه ککړتیا لري، خو په دې کې هم ددوي ونډه لکه د پلاستیکي بوتلونو تولید کمه نده.

فکر نه کوي چې بیا یی وخت دي چې خپلې د نل اوبو وڅښو او په پاک ساتلو کې یی خپل وجداني مسوولیت ادا کړو؟ دا کار فردي تعهد ته اړتیا لري، چې بوتلي اوبو ته خدای په امان او د نل اوبو ته ښه راغلاست ووایو، یا به داسې وي چې زموږ اوبه به په رښتیا غیر صحي وي.

راځی چې د حل لارې له یو رښتیني کمپاین سره مله شو، لکه په پاکو اوبو باندې پانګونه چې د ټولو لپاره وي. په نړیواله کچه، نږدي یو میلیارد خلک پاکو اوبو ته په لاسرسي کې ستونزې لري او موږ ګورو چې ښارونه د پلاستیکي بوتلونو او نورو زبالو په په له منځه وړلو له ښاره په لیرې ایستلو میلیونونه ډالر لګوي مګر دې ستونزې ژورو ته یی فکر ندي او فکر نکوي چې که دا پیسې د اوبو د سیستمونو په ښه والي کې مصرف کړي څومره به ښه وی. ډیرې نورې لارې چارې شته، له مسوولینو وغواړی چې بیرته د نل پاکې اوبه په ښارونو کې مدیریت کړي، د پلاستیکي بوتلونو د بندولو لپاره مبارزه وکړي او دا کار آن تر مکتبونو، ادارو او ټول ښاره ورسوی. لوی فرصت دی چې را ویښ شو او خپله شتمي، روغتیا او د ځمکې سیاره وساتو.
او، موږ پاکې اوبه غواړو هغه هم دې ټولو لپاره او په نل کې یی غواړو!

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top