سامسونگ؛ گلکسي ۹ ایس او ۹ ایس پلاس موبایلونه وړاندې کوي

سامسونگ؛ گلکسي ۹ ایس  او ۹ ایس پلاس موبایلونه وړاندې کوي



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب۷مه) د سامسونگ کمپنۍ په رسمي ډول د "گلکسي۹ايس" او "گلکسي۹ ايس پلاس" موبایلونه بازار ته وړاندې کوي.
 
تمه ده، چې دا موبایلونه د وروستیو کلنو تر ټولو په زړه پورې موبایلونه وګڼل شي.

 
 
په دې موبایلونو کې لوړ کېفیته کامرې موجودې دي.
 
گلکسیي ۹ ايس ۵.۸ اینچه سکرین لرلو سربیره، لوړه بترۍ هم لري. 
 
بل خوا  گلکسي ۹ ايس پلاس بیا ۶.۲ اینچه سکرین لرونکې دی، چې دوه کامرې او د ګلکسي ۹ایس په پرتله  قوي بترۍ هم لري.
 
گلکسي ۹ ايس او ۹ايس پلاس سره ډير توپیر نه لري، خو یوازې د کمرې او فلش په ځایونو کې سره متفاوت دي.
 
د لومړي ځل لپاره، دغه موبایلونه په "اسټریوپ لاسپیکرونو" سره سمبال دي.
 
د سامسنگ شرکت ویلي، چې دغه موبایلونه  به د روان میلادي کال مارچ میاشتې په دویمه بازار ته وړاندې کړي.
 
ویل شوي، چې د گلکسي ۹ ایس، ۷۲۰ډالره او د گلکسي ۹ ایس پلاس بیا۸۷۰ډالر ارزښت ټاکل شوی دی.  
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top