د ټاپي پروژې په اړه عمومي مالومات

د ټاپي پروژې په اړه عمومي مالومات



د ټاپي پروژې په اړه عمومي مالومات
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن

ټاپي: د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او انډيا (هندوستان) هېوادونو، د نومونو د لومړيو تور لڼډيز دی. چې په انګليسي ژبه کې ورڅخه د TAPI کليمه جوړه شوي او پښتو ژبه کې يې تلفظ ټاپي راځي.

د ټاپي پروژې لومړی رسمي تړون د پورته يادو څلورو هېوادنو د مشرانو له خوا، د ۲۰۱۵ زېږديز کال په ورستيو کې د ترکمنستان په پلازمينه عشق اباد کې لاس ليک شو او د بشپړېدو نېټه يې ۲۰۱۹ زيږديز کال ښودل شوی دی. د ټاپي پروژې د تړون عمر ۳۰ کاله منل شوی دی، چې له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۴۹ زيږديز کال پورې به، په کې شامل هېوادونه ورڅخه ګټه پورته کړي.

ټاپي په هرات ولايت کې د ترکمنستان سره پر پوله، افغانستان ته را دننه کيږي، د افغانستان او پاکستان په پوله، له کندهار څخه کويټې ته ننوځي او بيا به د کويټي او ملتان څخه تيريږي، د هند او پاکستان په ګډه پوله په فاضلکه سيمه کې هند ته داخليږي.

په لويه کې، ټاپي له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته، د طعبي ګاز د لېږد پروژه ده، خو په څنګ کې ورسره نورې پروژې: لکه بريښنا، د اوسپنې پټلۍ او نوري فيبر هم شامل دي.

د ټاپي پروژې د طعبي ګاز نللېکه ۱۸۱۴ کېلو متره اوږدوالی لري، چې په افغانستان کې يې اوږدوالی ۷۷۳ کېلو متره، ۲۱۴ کېلو متره په ترکمنستان کې، ۸۲۷ کېلو متره په پاکستان کې او له هغې وروسته هندوستان ته دننه کيږي.

دغه نللېکه د ترکمنستان د ګالکلینش څخه پیل کيږي، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د طعبي ګاز دغه نللېکه چې ۷۷۳ کېلو متره اوږدوالی لري، هرات ولايت ته را دننه کيږي. د هرات او کندهار په لويه لاره، دغه پروژه له نيمروز، فراه، هلمند څخه کندهار ته دننه کيږي او له کندهار څخه کويتي ته داخليږي.

دې دغه پروژې ټول لګښت ۲۲ مېلېارده، ۵۰۰ مېلېونه امريکايي ډالر کيږي. افغانستان به دې دغه پروژې له طعبيي ګاز، بريښنا، د اوسپنې پټلې له ګټو پرته هرکال، ۴۰۰ مېلېونه امريکايي ډالر د ټرانزيټ د حق په توګه تر لاسه کوي.

په لومړيو لسو کالنو کې به، افغانستان هر کال ۵۰۰ مېلېونه معکب متره ګاز، په منځنيو لسو کالنو کې به افغانستان يو مېلېارد مکعب متره ګاز او په ورستيو لسو کالنو کې به، افغانستان يو مېلېارد او پنځه سوه مېلېونه معکب متره طعبي ګاز تر لاسه کوي.

په افغانستان کې به دغه پروژه د ټرانزيټ د حق له پيسو او د طعبيي ګاز له لاس ته راوړلو پرته، په زرګونه بې کاره افغانانوته،  په تخکني او فني ډول د کار کولو زمينه هم برابره کړي.

په کلني ډول سره له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته، ۳۳ مېلېارده معکب متره ګاز لېږدول کيږي. له ۳۳ مېلېارده معکب متره ګاز څخه به، ۵ مېلېارده مکعب متره ګاز به افغانستان، ۱۴ مېلېارده مکعب متره ګاز به پاکستان او هندوستان ته لېږدول کيږي. د ټاپي دغه نللېکه ۵۶ انچه قطر لري.

د ټاپي د طعبيي ګاز نللېکې سره، د بريښنا، اوسپنې پټلۍ او نوري فيبر پروژې هم تړلې دي. له ترکمنستان څخه پاکستان ته د ۵۰۰ کيلو واټ بريښا په لېږد سره به افغانستان هر ۱۱۰ مېلېونه امريکايي ډالر د بريښنا د ټرانزيټ له حق څخه تر لاسه کوي، چې په هرات، فراه او کندهار کې به ورته درې سب سټېشن جوړ شي.

د ټاپي د ګاز له نللېکې سره بله پروژه د اوسپنې پټلۍ ده، چې ترکمنستان او پاکستان په خپل منځ کې سره تړلي. افغانستان به د اوسپنې له پټلۍ څخه هم په کلني ډول عوايد تر لاسه کوي.

په ترکمنستان کې د دغه پروژې چارې نن ورځ بشپړې شوې او په افغانستان کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د مشرانو او دولتي چارواکو په ګډون نن ورځ رسماً پيل شوي. تر ۲۰۱۹ زيږديز کال پورې به په افغانستان کې د دغه پروژې چارې هم بشپړې شي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top