دغه د کرکې د وحشت لېوني

دغه د کرکې د وحشت لېوني



دغه د کرکې د وحشت لېوني
زما هډوکي ګور کې هم نه پرېږدي،
د قبر شناختې مې په کاڼو ولي،
له هدیرې نه مې ګلان شړي چې و نه خاندم.
زما ګناه، زما دا ستره ګناه
د دوی په دین کې د بخښلو نه ده
زه خو عاشق یم کنه
دوی چې د مینې ټکی واوري نو پېریان پرې راشي،
دوی ته انسان یوازې مړ ښه ښکاري،
د وی د ګلانو ډک باغ نه شي لیدای،
د دوی په سترګو کې اغزي شنه شوي،
د مینانو ژوند په اور کې سېزي.
دوی به ما ولې خپل دښمن نه بولي
زه خو عاشق یم کنه
زما سندرې یې غوږونه څيري.
د رباب تار ورته د دار پړی دی.
ها ښایسته چې زما زړه کې ناڅي،
دوی یې د لار منځ کې سنګسار ته ناست دي.
د غر نښتر یې په ارو ورېبل،
د پېغلو سولو پسې تېل ګرځوي،
ما به نو څرنګه ارام ته پرېدي؟
زه خو عاشق یم کنه
زه عاشق یم، زه په مینه ژوندی پایم
دوی دې کرکه خپروي پروا یې نه کړم.
دوی به ورک شي. ښه پوهېږم دوی به ورک شي،
د باګرام او د کابل او د لاهور نجونې به بیا هم
زما له خاورو مرادونه غواړي،
زه عاشق یم، سرو کار مې دی له عشقه
دا د کرکو سوداګر به سبا نه وي
خو زما د شعر تال به لا همداسې
ښکلې نجونې نڅا ګانو ته رابولي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top