نوکیا په سمارټ فون کې پرمختګ کړی

نوکیا په سمارټ فون کې پرمختګ کړی



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۱مه) د نوکیا موبایل کمپنۍ په ۲۰۱۷ميلادي کال کې خپل نوی سمارټ فون وړاندې کړ، او له هغې وروسته غواړي د ۲۰۱۸ميلادي کال پېل هم له یو ښه ځیرک مبایل څخه وکړي.
دغې کمپنۍ خپل نوی ځیرک مبایل "نوکیا ۹" یاد کړی دی، چې په راروانه میاشت کې د مبایل نړیوال کانګریس (MWC) په نوم نړیوال نندارتون چې د هسپانیا په بارسلونا ښار کې ترسره کیږي وړاندې کوي.
له دې وړاندې نوکیا کمپنۍ «نوکیا ۸» سمارټ فون وړاندې کړی و.
یادې کمپنۍ په وینا؛ "نوکیا ۹" به د دوی لومړی بشپړ سمارټ فون وي.
د معلوماتو له مخې دا نوی موبایل به ۳۲۵۰ mAh بیټرۍ ولري، ۴ او یا هم ۶ جي بي ریم لري، ۶۴ او ۱۲۸ جي بي خپله میموري لري، او د مایکرو اس ډي میموري کارډ ۲۵۶ جي بي پورې د اخستلو وړتیا لري.
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top