زموږ زمری او د دوی کوتره سره برابر نه دي !؟

زموږ زمری او د دوی کوتره سره برابر نه دي !؟



اجمل روهي
ajmalrohi2@hotmail.de
په افغانستان کې د مرګ ژوبلې پېښو خبرونه دومره زيات شوي ، چې ځينې خلک يې په عصبي ناروغيو اخته کړي او ځينو نورو له ناچارۍ دا منلې ، چې اوس په افغانستان کې مرګ ژوبله د ورځې يوه چار ده او يوازې په اندېښنه او تشويش سره کومه چاره نشي کولی .
دا خو سمه ده ، چې انسان د ځمکې پر مخ اشرف مخلوقات دی او د انسان ژوند له مادياتو سره پرتله کيدی نشي خو کله نا کله په ژوند کې داسې پېښې رامنځته شي ، چې ډېر ژور اغيز شيندي او د انسان د مرګ نه يې هم تاثير زيات وي .
د دې ډول پېښو څخه يوه هم په باميانو کې د بودا مجسمې له منځه وړل و، چې د طالبانو د حکومت پر مهال يې پر خلکو ډېره د خپګان څپه خپره کړه . که څه هم زياتره د سيمې سياسي چارو کارپوهان په دې اند دي ، چې دا د پاکستان د ای اس ای لخوا يوه دسيسه وه ، خو په دې پېښه کې زما په اند طالبان هم له مسؤليت څخه ځانونه په څنګ کولی نشي .
دا سمه ده ، چې په پخوانيو زمانو کې د اسلام لويو فاتحينو به بتان د دې لپاره له منځه وړل ، چې عبادت يې ونشي او هم په خپله په تاريخ کې د بت شکن نوم پرېږدي او د ثواب لپاره به يې بتونه له منځه وړل .
د پاملرنې وړ ده ، چې داسې لوی فاتحين لکه د غوري کورنۍ پاچايانو ، سلطان محمود غزنوي او لوی احمدشاه بابا به تل د هند په لورې لښکرې ايستلې او هلته به يې اسلام خپرولو او بتونه به يې له منځه وړل . د دغو جګړو څخه يوه نامتو جګړه د (( سومنات )) جګړې په نوم ياديږي ، چې د يوه بت نوم و او د سلطان محمود له خوا ويجاړ شو . پوښتنه رامنځته کيږي ، چې دغو فاتحينو ولې د افغانستان په باميانو کې د بودا مجسمه ويجاړه نکړه ؟ زما په اند اصلي ﻻمل يې دا و ، چې دې بت ته نور سجدې نه کيدې او اسلام سپيڅلی دين په ټول افغانستان کې د زړه له کومې منل شوی و .
د نړۍ د لويو اسلامي هېوادنو څخه يو هم مصر دی، چې داسې اسلامي تعليمي مرکزونو په کې موجود دي لکه داﻻزهر پوهنتون . په دغه هېواد کې له پيړيو راهيسې د مصر اهرام موجود دي اوهڅه کيږي ، چې د دغه عصر په هکله نور تاريخي توکي او شواهدهم بياموندل شي . همدغه اهرام دي ، چې په مليونونو سيلانيان يې ځانته راکش کړي او ورسره د مصر اقتصاد پياوړی شوی . اوس په مصر کې دغه اهرام ته نه يوازې د سيلانيانو د راکاږلو او د اقتصاد د پياوړي کيدو د وسيلې په توګه کتل کيږي ، بلکې دا د نړۍ د عجايبو په لست کې هم دي او مصر ورباندې وياړي .
دوهمه پېښه ، چې په ځانګړې توګه پر مايې ډېر اغيز وکړ دهغه انځور ليدل و ، چې د افغانستان د کونړ او نورستان وﻻيت تر منځ په يوه سيمه کې ، د امريکايي سرتيرو لخوا يو زمری ويشتل شوی او دوی پرې چاپېر دي او په وياړ سره يې د اتلولۍ ﻻس پورته کړی دی .
دغه انځور د روهي ويب پاڼې لخوا د ورځې انځور په توګه خپور شو ، چې اوس د انځورونو د آرشيف په برخه کې موجود دی .
د دې انځور په ليدو سره په جرمنې کې يوه بله پېښه (؟! ) يا کيسه را په ياد شوه ، چې زما پريوه ملګري تيره شوي وه . دغه ملګری مې يوه مغازه لري ، چې د برقي سامانونو ، د کور د اړتيا توکو څخه نيولي آن د ماشومانو د لوبو څېزونو پورې په کې موجود دي . د ده په وينا يوه ورځ يې غوښتل د ماشومانو يوه تومانچه پر يوه مشتري باندې وپلوري . مشتري ترې وغوښتل ، چې په دې تومانچه باندې له مغازې څخه بهر نښه ورته وولي ، چې کار کوي کنه ؟! خو کله چې نښه يې ويشتله نښه خطا شوه او شاته يې يوه کوتره ولګيده او ژوبله شوه . د ده په وينا د کوترې ټپي کيدل نه و سم قيامت و !!! سم د ﻻسه د ﻻرويو لخوا پوليسو ته تيلفون وشو ، پوليس په څو دقيقو کې راورسيدل . د ﻻسوندونو تر کنټرول وروسته لومړۍ د تومانچو پر خرڅولو بنديز ولګيد ﻻسونه يې ولچک شول او د يو قاتل په توګه ورسره چلند وشو . ورسته بيا ټولې تومانچې هم ضبط شوې او خبره محکمې او وکيل ته ورسيده او په پای کې د درنې جريمې په ورکولو سره د بند سزا نه خلاص شو !!!!!!!!!!!!!!!!
کله چې دا کيسه ياد ته راغله د زمري د وژل کيدوله امله مې چورت نوره هم پسې خراب شو . او له ځان سره مې ويل ، چې زموږ زمری او د دوی کوتره سره برابر نه دي !؟
که ګرانو لوستونکو ته تر دې ځايه دا نکل په زړه پورې و ، نو ښايي د زمري کيسې ته هم غوږ شي .
زما يو بل دوست او ملګري ډاکټر نجيب زاخيلوال يوه ورځ په چت کې خبرې راسره کولې او راته يې وويل ، چې امريکايانو يو زمری په افغانستان کې وژلی او انځور يې ما له يوې سرچينې راپيدا کړی . له نوموړي مې وغوښتل ، چې يوه کاپي يې راوليږي ځکه دا مهمه ده ، چې نړيوالو ته وښودل شي ، چې په افغانستان کې ژوي هم د بهرنيانو له ﻻسه په امن کې نه دي . انځور يې سمدﻻسه راوليږلو ، رښتيا هم چې ډېر زړه بوږنونکی انځور و .
ما يې د سرچينې پوښتنه وکړه ؟ ده وويل ، چې دغه انځور په خپله د امريکايي سرتيرو لخوا اخستل شوی او بيا په کومه پاڼه کې خپور شوی دی او ما په فوټو شاپ کې کار ورباندې کړی او د سرچينې نښلونه مې ترې ليرې کړه د دې لپاره چې انځور ښه مالوم شي او اوس مې په ياد نه ده ، چې له کومې ځايه مې راپيدا کړی و .
دغه انځور باﻻخره د روهي ويب پاڼې لخوا خپور شو او له ليدونکو څخه يوازې يو تن ايميل راوليږلو او ليکلي يې و ، چې دا خو په رښتيا چې ډېر زړه بوږنونکی انځور دی ، خو هيله ده چې د سرچينې په هکله يې مالومات خپاره کړئ .
د دغه ايميل په هکله مې له ياد شوي دوست نجيب جان سره هم خبره شريکه کړه او په انټرنېټ کې مې باﻻخره لينک پيدا کړ ، چې کوچنی انځور يې د پاڼې په سر کې موجود و او اصل انځور له منځه وړل شوی او اوس هم نه راځي .
ګران ډاکټرنجيب زاخيلوال هم په کراره نه و ناست او د ملګرو په مرسته يې خبره په سويډن کې د ژويو د ساتنې او دفاع موسسې سره شريکه کړه . خو تر اوسه يې پايلې څرګندې نه دي .
موږ له تاسو دوستانو او ګرانو لوستونکو نه هيله کوو ، چې د ژويو د ساتنې نړيوالو موسساتو او نورو حقوقي بنسټونه سره دا خبره شريکه کړئ تر څو په دې هکله پلټنې وکړي او په راتلونکې کې د دې ډول خپلسريو مخه ونيسي او عاملينو ته يې سزا ورکړي .
نړيوال که افغانانو ته او په ځانګړي توګه پښتنو ته د ترهګر (! ) په سترګه ګوري او وژني يې خو ژوي خو ترهګر نشي کيدی او ښايي دفاع ترې وشي . بايد په دې هکله وپوښتل شي ، چې ولې زموږ زمری او د دوی کوتره سره برابر نه دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
 

 
tags

ستاسې تبصرې

  1. 1.اجمل روهي

    د قدر وړ بېکسيار صيب او د روهي ويب پاڼې لوستونکو سلامونه اونيکې هيلې وړاندې کوم!
    ستاسو له غوښتنې سره سم دا دی ، هغه لينک هم خپروم . په لومړي سر کې مې له دې امله خپور نکړ ، چې ما ويل کيدی شي لوستونکي هم هڅه وکړي او کومه بله سرچينه کې يې بيامومي . اوس هم که دا هڅه وشي زيان به ونه لري .
    مننه
    اجمل روهي
    http://www.google.com/imgres?imgurl=http://www.panoramio.com/photos/original/26004960.jpg&imgrefurl=http://www.panoramio.com/photo/26004960&usg=__eE89Oj-RKWegw0Co5lbbUYyRSPo=&h=1932&w=2576&sz=540&hl=de&start=1&sig2=ygRxkkBMafzBrZyCmI6ahg&itbs=1&tbnid=4wjR5wMou92LCM:&tbnh=113&tbnw=150&prev=/images%3Fq%3Dloin%2Bkunar%26hl%3Dde%26sa%3DG%26rlz%3D1B3GGGL_deDE299DE299%26gbv%3D2%26tbs%3Disch:1&ei=EMPVS6yIOovgmAPNn826Dw

     

     

     

    2.beakasyar

    ډېره مننه اجمل جانه وروره خوکه مهرباني وکړئ هغه لينک هم راوپېژنئ چې تاسو بلاخره پيداکړی دی نوزموږ دعوه به مستنده وي . وسلام

     

*


Top