جنرال رازق: "تاسو وايی چې عطا د بلخ پخوانی والي، خو ماته برحاله والي دی"

جنرال رازق: "تاسو وايی چې عطا د بلخ پخوانی والي، خو ماته برحاله والي دی"



روهي (څلورنۍ/۱۳ د مرغومي)، د کندهار ولايت امنيه قومندان جنرال عبدالرازق له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، "لومړۍ خو بايد دا درته ووايم، چې تاسو وايي عطا د بلخ پخوانی والي خو زما لپاره عطا د بلخ ولايت برحاله والي دی."

نوموړی وايي، چې په حکومت کې تغير او تبديل يو اصل دی، خو په هغه حکومت کې چې قانوني وي، هر وګړي رايه ورکړي وي، حکومت کابو ۷۰ او يا ۸۰ سلنه رايه اخېستلي وي او اپوزېسيون ۲۰ او يا ۳۰ سلنه رايه اخېستي وي، خو د ملي يووالي اوسنی حکومت يو ائتلافي حکومت دی نه ټاکنيز."
 
عطا محمد نور هم په خپلو څرګندو کې خپل ملاتړ د کندهار ولايت د اوسني امنيه قومندان جنرال رازق څخه اعلان کړي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي بيا دا ډول څرګندونې د قانون خلاف کړنې بولي او په وينا په افغانستان کې اساسي قانو شتون لري نو خپل سرې څرګندونې او ګواښونه د قانون پر وړاندې عملونه دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top