زندانیان: د څرخي پله زندان کې نشه يي توکي پلورل کیږي

زندانیان: د څرخي پله زندان کې نشه يي توکي پلورل کیږي



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز۱۳مه) د افغانستان د کابل په څرخي پله زندان کې نشه یې توکي پلورل کېږي.
په دغه زندان کې زندانیان وایي، چې پولیس روږدو زندانیانو ته په لوړه بیه چرس او پوډر ورکوي او د دوی په خبره ښه کار یې ورسره جوړ دی.
د څرخي پله په زندان کې د زندانیانو یوازې ازادي سلب ده؛ نور کولی شي، چې په ازاد ډول خپلې نشې وکړي.
وايي چې پر دوی اوږدمهاله بند ختلی، نو لهله همدې امله یې چرسو او پوډرو ته مخه کړې ده.
په دغه زندان کې زندانیانو ویلي، په نشه روږدو زندانیانو سره، ځینې پولیس هم په ورته نشو روږدې شوې دي.
زندان ته په اسانه نشه یې توکي ننوېستل کېږي، خو د زندانیانو په خیره، چې بیه یې ډيره لوړه وي او  په نشه روږدي ځونان یې له مجبوري اخلي.
ویل شوي، چې زندان کې یو سګریټ چرس چې بیرون په پنځوس افغانۍ دي، د زندان دننه په پنځه سوه افغانۍ پلورل کیږي چې پولیس هم پکې لاس لري.
بل خوا د څرخي پله زندان مسوول محمد تواب احمدزی هم منلې ده، چې تر زندانیانو نشه یي توکي رسول کېږي.
د ښاغلي احمدزي په وینا، د څرخي پله زندان کې اوس درې سوه زندانیان په نشو روږدي دي او ۱۴۵ نور چې یو کال تر درملنې لاندې و، نن بیرته زندان ته روغ ننوتي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top