غزني: د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د (صحرا توپان) په نوم عمليات پيل شول

غزني: د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د (صحرا توپان) په نوم عمليات پيل شول



روهي (څلورنۍ/۱۳ د مرغومي)، په غزني ولايت کې د خالد په نوم د پوځي عملياتو په چوکاټ کې د (صحرا توپان) په نوم عمليات د هوايي ځواکونو په شمول د افغان ګډو امنيتي ځواکونو له لورې پيل شول.

د غزني ولايتي ادارې روهي وېب پاڼې ته ويلي، " تر دې دمه په يادو عملياتو کې ۳ طالب وسله وال وژل شوي، دوه ټپيان او همدارنګه د طالبانو درې عرادې موټرسايکلونه هم له منځه تللي."

په يادو عملياتو کې د ۲۰۳ تندر قول اردو په سلګونه سرتېري برخه اخلي، چې د غزني ولايت په مرکز سربېره په يو شمېر ولسواليو کې به هم ترسره شی.

روهي ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې د ملکي او امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دې ويلي شو او همدارنګه تر اوسه طالب وسله والو د خپلې مرګ - ژوبلې په اړه مالومات نه دي ورکړي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top