ملي امنيت رياست او ملي امنيت شورا د عطا محمد نور د ورستيو څرګندونو پر وړاندې غبرګون وښوود

ملي امنيت رياست او ملي امنيت شورا د عطا محمد نور د ورستيو څرګندونو پر وړاندې غبرګون وښوود



روهي (څلورنۍ/۱۳ د مرغومي) د هېواد د ملي امنيت رياست او د ملي امنيت شورا د عطا محمد نور د هغه وروستيو څرګنډونو پر وړاندې غبرکون وښوود، چې تېره ورځ ويلي وو، "د ملي امنيت رياست او د ملی امنيت شورا د کابل په مېلېمستونو کې يو شمېر کسان وسله وال کړي او غواړي چې د هېواد شمال ته يې ولېږي."
 
د بي بي سي د راپور له مخې، د ملي امنيت ادرې د يو خبرپاڼې په خپرولو سره د عطا محمد نور يادې څرګندونې رد کړي او په وينا يې، چې ياد مېلمستون د بلخ لپاره د نوي ټاکل شوي والي انجنير محمد داود کاري دفتر دی او رجال برجسته ځواکونو له لورې يې ساتنه کيږي.
 
په عينې وخت کې د بلخ لپاره نوي ټاکل شوي والي انجنير محمد داود هم ياد تورونه رد کړل او زياته کړې ده چې تيار دی ترڅو بلخ ولايت ته د خپلې نوې دندې لپاره لاړ شي.
 
د بلخ پخواني والي عطا محمد نور تېره ورځ د حکومت پر وړاندې څرګندونې وکړې او د هغه فرمان د جدي تعقيب ګواښ وکړ، چې د نوموړي په وينا د شاهين ۲۰۹ قول اردو ته د نوموړي د احضار امر شوی وو.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top