روسیې د ایران په اړه د امریکا غوښتنه د خندا وړ بللې

روسیې د ایران په اړه د امریکا غوښتنه د خندا وړ بللې



د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا هغه غوښتنه خندونکې او مسخره بللې ده، چې ګواکي په ایران کې د روانو حالاتو او لاریونونو په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د بشري حقونو د کمېټې ځانګړې او بیړنۍ غونډه جوړه شي. ماریا زاخارووا ویلي، چې امریکایي پلاوی له دې غوره خبرې هم لري، چې باید و یې کړي.
 نوموړې ویلي، نیکي هیلي کولی شي د دې پرځای چې دا ډول خندونکو غوښتنې وکړي، په ایران کې دې د ډله ییزو نیونو او په وحشیانه ډول د فرګوسن د ښار پاکولو په اړه نړیوالو ته معلومات ورکړي.
 د یادولو وړ ده چې امریکا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د ایران په اړه بېړنۍ ناسته را وبولي. د نیکي هیلي په خبره، له دې بېړنۍ غونډې څخه د امریکا موخه د ایران له خلکو سره مرسته کول ښودل شوي دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top