ملي امنيت په کابل ښار کې د داعش ۱۳ کسيزه ډله نېولې ده

ملي امنيت په کابل ښار کې د داعش ۱۳ کسيزه ډله نېولې ده



روهي (څلورنۍ/۱۳ د مرغومي)، د هېواد د ملي امنيت رياست رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي دې، چې د داعش ۱۳ کسيزه ډله يې نېولې ده.
 
د ياد رياست په وينا، دغه ډلې په کابل ښار کې د لوی برېدونو د ترسره کولو پلان درلود، چې د ملي امنيت د کارکونکو له خوا وړاندې له دې چې موخو ته ورسيږي ونېول شول.
 
طاوع نيوز د خبرپاڼې پر اساس ليکي، "يادو کسانو کابل ښار ته د ځانمرګو برېدګرو په لېږد او ورته د چادېدونکو توکو په برابرولو کې لاس درلود."
 
د ملي امنيت رياست څخه خپره شوې خبرپاڼه زياتوي، چې په دې ۱۳ کسيزه ډله کې افغان او بهرني کسان شامل دي، چې د داعش وسله والې ډلې لپاره يې کار کولو.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top